د لاهور موزیم کې نصب شوې 'شیطاني' مجسمه اصلاً د 'وحشت' سمبول دی

مجسمه

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، محصل ارتباط الحسن چیمه دغه مجسمه پنځولې
    • Author, شیراز حسن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان لاهور ښار موزیم په دروازې کې یوې تازه نصب شوې مجسمې د خلکو پام ځانته اړولی او پر خواله رسنیو هم تاوده بحثونه پرې شوي دي.

مسوولینو وروسته دغه ۱۶ فوټه دنګه مجسمه د موزیم له دروازې لرې کړه.

د مجسمې پنځونکی ارتباط الحسن چیمه چې لاهور کې د هنرونو پوهنځي محصل دی، د دغې مجسمې په اړه بي بي سي ته وویل:

''د مجسمې رغونې پر مهال مې ذهن کې د 'شیطانیت' هېڅ تصور نه و او بله دا چې شیطان هېچا نه دی لیدلی، نو چې داسې ده، دغې مجسمې ته ولې د شیطان نوم ورکول کېږي.''

لاهور

د عکس سرچینه، Irtibatul hassan Cheema

د عکس تشریح، لاهور

نوموړی وايي، دا یو کرکټر دی او باید د کارتوني کرکټرونو په توګه یوازې کرکټر وبلل شي، چې په خبره یې د نوموړي د مونوګراف موضوع 'فیروسټي' یا وحشت او ځناورتوب و، چې د همدې مونوګراف لپاره یې مجسمه سازه کړه. نوموړی وايي:

''زما د مونوګراف هنري سټېټمنټ موضوع داسې وه، چې کله یو انسان د ځان اصلاح پرېږدي، تر دې کچې وحشي کېږي. کله چې یو انسان د خپل بدن او باطن مشاهده یا باطني مشاهده پرېږدي، هغه داسې وحشي شي او ما خپل هنر کې هڅه کړې دا وښیم.''

نوموړی وايي، له دې مخکې یې هم په هنري مجسمو کې د انسان او ځناورو مخلوط شکلونه پنځولي دي او د فایبر ګلاس دغې مجسمې پر رغاونه یې پنځه میاشتې لګولې دي.

نوموړی وايي، په پام کې وه چې لاهور موزیم کې د محصلینو د مجسمو یو نندارتون وشي او دې لړ کې یې مجسمه هلته ایښې وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

لومړی ځل خبریالې هما امتیاز پر ټویټر د 'لاهور ته ښه راغلاست' له پیغام سره د دغې مجسمې تصویر خپور کړ او ډېرو کسانو حیرانتیا څرګنده کړه.

ځینو دا هنري پنځونه وبلله او یو شمېر نورو بیا پوښتنه کوله چې دغه 'شیطاني مجسمه' دلته څه کوي؟

وروسته عنبرین قریشي نومې وکیلې محکمې کې عریضه وکړه، چې 'دغه مجسمه هېڅ تاریخي، ساینسي یا کلتوري اهمیت نه لري او د موزیم دراوزه کې یې ځای پر ځای کول منفي اغېز لري.'

د نوموړې په خبره د هنر ضد نه ده، خو دا د مجسمې لپاره مناسب ځای نه دی.

اوس دا مجسمه لرې کړل شوې ده
د عکس تشریح، اوس دا مجسمه لرې کړل شوې ده

پر خواله رسنیو بیا ځینو کسانو مجسمه له شیطانیت سر ه تشبیه کړې او په ځواب کې یې ارتباط الحسن چیمه وايي، خلک د دغې هنري پنځونې له مرکزي خیاله بې خبر دي او دا چې د ده په ذهن کې داسې کوم فکر نه و.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

خبریال احمد وحید دغه مجسمه د اسپانیا په سګوویا ښار کې ځای پر ځای شوې هغې مجسمې ته ورته بللې چې شیطان په کې د سیلفي تصویر اخیستو حال کې لیدل کېږي. پر هغه مجسمه هم ځايي خلکو ډېرې نیوکې کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

هادینه ملک بیا وايي:

''څرګنده ده چې دا اعلی هنري پنځونه ده او دا چې د یوه محصل ده، دا لا ډېره متاثر کوونکې چاره ده، ډېر خلک د دغې مجسمې په اړه دغه ډول فکر کوي. ''