ورځپاڼو ته کتنه: 'امریکا او روسیې د غني حکومت له پامه غورځولی'

د عکس سرچینه، Getty Images
ده هندو
هندۍ ورځپاڼې "ده هندو" ليکلي، امريکا او روسيې هوکړه کړې چې په بېلو بهيرونو کې د ولسمشر غني حکومت له پامه وغورځوي او د طالبانو دا شرط يې منلى چې په دې پړاو کې د افغانستان له منتخب حکومت سره خبرې اترې نه کوي. ورځپاڼه وايي د روسيې او امريکا د واړو د سولې بهيرونه د پاکستان پر همکارۍ تړلي چې د طالبانو پر مشرانو نفوذ يا اغېز لري.
ورځپاڼه وايي څرگنده ده چې روانې خبرې اترې د هغو سرو کرښو په اډانه يا چوکاټ کې نه دي چې وړاندې په افغان شخړه کې ټولو ښکېلو هېوادونو پرې هوکړه کړې وه. ورځپاڼه وايي دا خبرې اترې د افغانانو په مشرۍ نه دي ترسره شوې او طالبانو هم له خبرو اترو وړاندې جگړه نه ده ودرولې او د افغانستان اساسي قانون ته يې ژمنتيا نه ده څرگنده کړې.
ورځپاڼه وايي ډيلي کې له ژورو شته اندېښنو سره سره دا به بې مانا وي چې په دغو خبرو کې پر شويو ځينې پرمختگونو سترگې پټې کړو.
د ورځپاڼې په وينا، د هند اصولي دريځ دا دى تر هغه چې افغان حکومت په خبرو کې حضور ونلري نه غواړي چې طالبانو سره مخامخ يا علني خبرې وکړي.
ورځپاڼه وايي سره له دې چې دغه دريځ پر خپل ځاى دى خو هند بايد په دغه بهير کې حضور ومومي او د شخړې د هوارۍ له بهيره څنډې ته پاتې نشي.
د ورځپاڼې په باور هيله دا ده چې د هند او د استخباراتي ادارو او د طالبانو په گډون افغانستان کې د ټولو مهمو ډلو ترمنځ يو پياوړى چينل پرانيستى وي چې د هند گټې، يانې پراختيايي پروژې او افغانستان کې د هندي وگړو د ژوندانه د خونديتابه ډاډ تر لاسه شي.
نیویارک ټایمز
امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سرچينو په وينا ليکلي چې د امريکا دفاع وزارت افغانستان کې خپل ځانگړي او هوايي بريدونه ډېر کړي او د دغه راز بريدونو کچه له ٢٠١٤ م کال راهيسې تر ټولو لوړې هغې ته رسېدلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنټاگون چارواکو ويلي چې دا د پر طالب ټوپکوالو او طالب مشرانو پرضد يو لړ همغږي بريدونه دي. د بريدونو کچه له تېر مني لوړه شوې او موخه يې طالبانو سره د سولې په خبرو اترو امريکايي مرکچيانو ته برلاسى ورکړي.
ورځپاڼې د دوو افغان چارواکو چې زلمي خليلزاد سره يې خبرې کړې په وينا ليکلي "داسې برېښي چې د طالبانو پام هم د بريدونو د کچې لوړېدو ته اوښتى او د خبرو اترو پر مهال يې د هوايي بريدونو له توندېدا شکايت کړى."
پردې سربېره افغان او امريکايي کوماندو ځواکونو له تېر سپتمبر د روانې فبرورۍ مياشتې تر لومړيو پورې، د تېر کال دغې مودې پرتله د طالبانو پر وړاندې خپل گډ عمليات دوه ځله ډېر کړي.
ده نیوز
پاکستانۍ د نيوز ورځپاڼې ليکلي، د ولسمشر ټرمپ دا وينا چې غواړي خپل سرتېري له افغانستان وباسي په کابل او په زياتېدونکې توگه هند او پاکستان کې د د ډېرې اندېښنې لامل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
ليکوال د امريکا د دفاع پخواني وزير جيمز متېس استعفا ته په اشاره ليکلي دا په څرگنده ښيي چې د امريکا پوځي، استخباراتي او امنيتي کارپوهانو پرېکنده اکثريت يا ډېرى د دغې کړنې خلاف دريځ لري.
د ورځپاڼې په وينا ارزونې دا دي چې افغان ځواکونه ښايي د بهرنيو ځواکونو له ملاتړ پرته د حکومت د ولکې سيمو ته د طالبانو پرمختگ مخه ډب نشي کړاى.


















