سعودي شهزادګۍ ریما بنت بندر واشنګټن کې سفیره ټاکلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز شهزادګۍ ریما بن بندر بن سلطان په واشنګټن کې د شهزاده خالد بن سلمان پر ځای نوې سفیره ټاکلې ده. شهزاده خالد د سعودي د دفاع مرستیال وزیر ټاکلی شوی دی.
شهزاده خالد بن سلمان د ولیعهد محمد بن سلمان کوچنی ورور دی. ولیعهد محمد بن سلمان د دفاع وزارت چارې هم مخته وړي.
شهزادګۍ ریما، چې پلار یې وړاندې واشنګټن کې له ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۵ پورې د سعودي سفیر پاتې شوی، لومړنۍ ښځه ده چې دا منصب ورکول کېږي.
په واشنګټن کې د سعودي دا سفیره داسې وخت ګومارل شوې، چې د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته د امریکا او سعودي ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
سعودي په پیل کې د خاشقجي پر وژنې بې خبري ښوده، خو وروسته یې د کونسلګرۍ د ننه په دولت کې د ځینو افسرانو او چارواکو په لاس د هغه وژنه ومنله چې په وینا یې هغوی دا کار پخپله کړی او د دولت د مشرتابه موافقه ورسره نه وه.
د امریکا مشرانو جرګې غړو د جمال خاشقجي د وژل کېدو له کبله د سعودي پر ضد د لا ټینګو ګامونو اخیستو غږ پورته کړی، په تېره بیا دوی ولیعهد محمد بن سلمان په دې وژنه کې مسؤول کس بللی دی.
سعودي وايي، ولیعهد محمد بن سلمان په دې وژنه کې هېڅ لاس نه لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په روانه میاشت کې د امریکا مشرانو جرګې له هغې پټې معاملې هم پرده پورته کړه، چې ګني سپینه ماڼۍ د سعودي په بېلابېلو برخو کې اتومي بټۍ جوړوي.
د مشرانو جرګې د څار یوې جرګه ګۍ د سپینې ماڼۍ دا کار په منځني ختیځ کې د ټیکاو څپ څپانده کېدو لامل وباله چې ګني هلته به ګڼ هېوادونه د اتومي وسلو لرلو لپاره لېوالتیا پیدا کړي.
ځینو سرچینو د امریکا مشرانو جرګې ته ویلي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته نژدې ځینې شرکتونه سعودي ته د اتومي ټکنالوجۍ د لېږدولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، AFP



















