ورځپاڼې: امریکا طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته هڅولي

قطر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د کتنې لومړۍ ورځ
د خپرېدو وخت

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، پرون له غرمې وروسته امریکايي مقاماتو یو ځل بیا هڅه وکړه چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي هغه څه چې طالبانو تراوسه رد کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي په پرونیو خبرو کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال میلر هم حضور درلود او خبرې داسې مرحلې ته رسېدلي چې اوس د دې موضوع پر جزییاتو خبرې او بحث روان دی چې لکه القاعده ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان له خاورې د امریکا او امریکا د متحدینو پرضد اقدامات وکړي.

هندۍ ورځپاڼه ایکونومیک ټایمز د افغانستان په هکله په یوه مطلب کې لیکي افغان حکومت یو ځل بیا د همدې فبرورې میاشتې په ۲۲ نېټه ملګرو ملتونو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه لیک واستاوه او شکایت یې وکړ پاکستان په بیا بیا د افغانستان پر خاورې تېری کړی او له ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.

ورځپاڼه لیکي په دې لیک کې راغلي چې له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې پاکستان ۲۸۸۴۹ د توپ مرمۍ د افغانستان پر خاورې ورولي دي، چې ۸۲ کسان یې وژلي او ۱۸۷ نور یې ټپیان کړي دي.

ایکونومیک ټایمز لیکي دا په یوه اونۍ کې دویم لیک و چې افغان حکومت له پاکستانه د شکایت په موخه ملګرو ملتونو ته واستاوه.

لومړنی لیک د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او طالب استازو ترمنځ د لیدنې کتنې په هکله و چې په کې ویل شوي وو دا لیدنه کتنه د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کوي او د افغانستان له ملي حاکمیت نه سرغړونه ده.

پاکستان ډاڼ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي د پاکستان حکومت له برتانیا نه غوښتنه کړې چې له خپل نفوذ نه په ګټې د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له جرمي هنت سره چې د ټول ګټو هېوادونو په چارو کې د دولت وزیر دی تیلفوني خبرې وکړې، د سیمې د امنیت او د کشمیر په پلوامه کې د هغه برید په هکله چې هندي پوځیان په کې ووژل شول وغږېدل.

شاه محمود قریشي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاه محمود قریشي

ډان لیکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هنت ته ویلي چې پاکستان اجازه نه ورکوي چې له خاورې نه یې د بل هېواد پرضد ګټه واخیستل شي او له برتانیا نه یې غوښتنه کړې چې د خپل نفوذ په کارولو سره دې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي.

د سعودي عرب نیوز ورځپاڼه په یوه مطلب کې پاکستان، هند او چین ته د ولیعهد محمد بن سلمان سفر یو اقتصادي او ستراتژیک بری بللی او لیکي په دې سفر کې چې ولیعهد محمد بن سلمان په کې د پاکستاني، هندي او چینايي چارواکو له تود هرکلي سره مخامخ شو د داسې پروژو اسناد لاسلیک شول چې له مخې به یې تر ۲۰۳۰ کال پورې د سعودي اقتصاد چې اوس مهال یې ټوله تکیه د اومه تېلو پر صادراتو ده، ښوځینده او بل ډول شي.

ورځپاڼه لیکي په دې سفر کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه او د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یو لړ نوښتونه وشول.

د عربي اماراتو خلیج ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد د خپل تازه چاپ شوي کتاب په څلورم فصل کې لیکلي د لیبیا پخواني مشر معمر القذافي هیله لرله چې د دوبۍ په څېر یو ښار په لیبیا کې هم جوړ کړي. نوموړي په خپل کتاب کې لیکلي قذافي د ظاهري بدلون هیله لرله خو نه یې غوښتل چې حقیقي بدلون رامنځ ته شي.

امیر شیخ محمد بن راشد لیکلي د نړۍ اکثره مشرانو چې دوبۍ یې لیدلې هیله لرلې چې د هغوی هېواد هم د دوبۍ په څېر شي، خو هغوی نه دي توانیدلي چې په دوبۍ کې د ښکلو ودانیو ترشاه هغه صداقت وویني چې پر بنسټ یې دغه ښار جوړ شوی دی.

قذافي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شیخ محمد بن راشد په خپل کتاب کې لیکلي قذافي د ظاهري بدلون هیله لرله خو نه یې غوښتل چې حقیقي بدلون رامنځ ته شي.