پاکستان د 'جیش محمد' د مشر ورور او زوی نیولي

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان ادعا کوي چې د سخت دریځې ډلې 'جیش محمد' د مشر مسعود اظهر زوی او ورور یې نیولي دي.
دا هغه ډله ده چې د هند په کشمیر کې یې د خونړي برید مسولیت منلی و.
په ځواب کې هندي جنګي الوتکو د پاکستان په خاوره کې ددې ډلې مرکزونه بمبارد کړل.
له دغو بریدونو وروسته د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې تر ټولو کړکېچن حالت ته ورسېدې او دواړو هېوادونو د یو بل د جنګي الوتکو د غورځولو خبرې وکړې.
پاکستان وايي د جیش محمد ډلې د مشر ورور او زوی یې په موقت ډول د محکمې د څېړنو او پوښتنو لپاره نیولي دي.
ددوی سربیره ادعا شوې چې ددې ډلې اړوند ۶۲ نور کسان هم په تېرو څو اونیو کې نیول شوي دي.
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي پخوا هم د وسله والو ډلو غړي نیول او تورن شوي خو لنډه موده وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند تر تر ولکې لاندې د کشمیر په پولواما سیمه کې ځانمرګي برید ۴۰ هندي امنیتي ځواکونه ووژل.
تېره ورځ (سه شنبه د کب ۱۴) پاکستان ویلي د خپل هېواد اوبو ته ته د هندي سمندري اوبتل ننوتو مخه یې نیولې ده.
اسلام اباد د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ددوی سمندري ځواکونو د جګړې د مخنیوي په بار په هندۍ اوبتل ډزې نه دي کړي.
په دې تړاو پاکستان یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې یو اوبتل ښکاري چې اوبو کې ګرځي.


















