د نيوزيلنډ کرايسټ چرچ کې پر دوو جوماتونو بوږنوونکي بريد
د خپرېدو وخت
جمعه نيوزيلنډ کې يوه بوږنوونکې ورځ وه، د دغه هېواد کرايسټ چرچ کې پر دوو جوماتونو بريد کې ۴۹ کسان وژل شوي، او لږترلږه ۲۰ نور ټپيان دي.
لومړۍ وزيرې جاسيندا ارډرن دا پېښه يو ترهګر بريد، او د نيوزيلنډ يوه تر ټولو توره ورځ یې بللې ده. دې پېښه کې د ټپيانو اوس روغتونونو کې درملنه کېږي.
بريد د کرايسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو شوی، او عيني شاهدان وايي لږترلږه یوه وسله وال پر لمونځ کوونکو داسې مهال ډزې کولې، چې د جمعې لمانځه لپاره غونډ شوي وو.
درې کسان نيول شوي، او يو په کې په وژلو تورن شوی دی. نور حال دې راپور کې.