ورځپاڼې: هند په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه کوي

د عکس سرچینه، Twitter/@US4AfghanPeace
انډین ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي، په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویجې ګوکلي د افغان سولې لپاره د امریکا له استازي سره په کتنه کې دا ډاډ تر لاسه کړی چې له طالبانو سره له جوړجاړي وروسته به د افغانستان خاوره کې هغو وسله والو ډلو ته ځای نه ورکول کیږي چې د هند پر خلاف فعالیت کوي.
دا ورځپاڼه لیکي، سرچینو ورته ویلي کله چې زلمي خلیلزاد ښاغلي ګوکلي ته وویل له طالبانو دا ډاډ تر لاسه شوی چې افغان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي نو ښاغلي ګوکلي له خلیلزاده وپوښتل چې آیا په دې ډله کې هغه ډلې هم شاملې دي چې د هند پرضد فعالیت کوي؟ نو ښاغلي خلیلزاد ورته په هو سره ځواب ورکړ.
ورځپاڼه لیکي په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر امریکايي استازي ته ویلي چې هند له طالبانو سره د جوړ جاړي په پایله کې د منځمهالي حکومت ملاتړ نه کوي بلکې په افغانستان کې د یوه منتخب حکومت چې د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کوي پلوي کوي.
انډین ایکسپریس زیاتوي، زلمي خلیلزاد دې هندي چارواکي ته طالبانو سره په خبرو کې د څلورو څېړل شویو موضوع ګانو په اړه معلومات ورکړل چې هغه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني خبرې او پرخ اوربند.
برتانوۍ انډیپنډینټ ورځپاڼې د هغه افغان کیسه کړې چې د نیوزیلانډ په برنټون لینوود جومات کې یې د برید کوونکي مخه نیولې ده او په دې سره یې پر دویم جومات کې برید کې د نورو کسانو د مرګ ژوبلې مخه نیولې ده.
ورځپاڼه لیکي دا افغان عبد العزیز نومیږي او اته څلویښت کلن دی، له ده سره یې څلور زامن هم همدې جومات ته د جمعې لپاره راغلي و ، کله چې ده د برید کوونکي پسې منډه کړه نو زامنو یې ورته ویل چې بېرته جومات ته راوګرځي.
خو ورځپاڼه لیکي ده ته یوازې یو کریډټ ماشین په لاس ورغلی و او برید کوونکي پسې یې منډې وهلې. برید کوونکي پر ده هم ډزې وکړلې خو ده د موټر په منځ کې ځان پټ کړ. دی کیسه کوي چې په همدې ترڅ کې هغه ټوپک دده لاس ته ورغی چې ترهګر سره و خو ترې لویدلی و ، هغه کوښښ کاوه چې له موټره بل ټوپک راواخلي.
دی وايي کله چې یې ولیده چې ټوپک کې مرمۍ نشته نو هغه یې د برید کوونکي پر موټر چې هغه هم په کې و وار کړ او د موټر شیشه یې ماته شوه او په دې سره برید کوونکی وویریده او وتښتېده خو لږ وروسته یې پولیسو مخه ونیوله.

د عکس سرچینه، EPA
پر همدې تړاو امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکي چې د نیوزیلانډ په دې برید کې قربانیان هغه څوک دي چې د افغانستان ، پاکستان ، سومالیا په څېر هېوادونو څخه د جګړې له ویرې دغه هېواد ته تللي دي.
له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې شرق الاوسط لیکلي د اسلامي نړۍ ټولنه چې یو نړیوال سازمان او مرکز یې په سعودي کې دی د کرایسټچرچ پر جوماتونو برید غندلی او د هغه ځای د مسلمانانو سره د خواخوږۍ لپاره دغه هېواد ته یو پلاوی استوي او هلته به له ځايي چارواکو سره ددې پیښې په اړه خبرې وکړي.



















