یوه تاریخپوه لندن کې د شکسپیر کور 'کشف' کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په یوه نوې څېړنه کې لندن کې د شکسپیر د کور څرک لګول شوی دی، چې نوموړي همالته "رومیو او جولیت" لیکلې ده.
وړاندې مشهوره وه چې شکسپیر د ۱۵۹۷ او ۱۵۸۹ کلونو منځ کې د لندن ختیځ لیورپول سټریټ تمځي ته څېرمه اوسېده.
خو د تیاتر تاریخپوه جیفري مارش ګڼ داسې رسمي تاریخي مستند څیزونه موندلي چې د شکسپیر استوګنځی په ډاګه کوي.
ثبوتونه ښيي چې شکسپیر د اوسني ګریت سانت هیلین ۳۵ شمېره سړک په یوه کور کې اوسېده، چې اوس د لندن ختیځ سانت هیلین کلیسا ته څېرمه پروت دی او ورڅېرمه یې دفترونه دي.

د عکس سرچینه، Google
له کابو لس کلنې څېړنې وروسته، مارش ومونده چې د شپاړسمې پېړۍ ۹۰مه لسیزه کې شکسپیر د چرم پلورلو یوه شرکت اجاره کوونکی و، چې هغه مهال د الیزابیتي پېر پرمهال پوستکي او چرم پلورل کېدل.
مارش چې په لندن کې د ویکتوریا او البرټ لوکس موزیم د تیاتر برخې مشر دی، وايي "هغه ځای چې شکسپیر پکې اوسېده د هغه د ژوند او شاهکار د سرچینو په اړه لا ډېره پوهه راکوي."

د عکس سرچینه، National Archives
دی زیاتوي: "له سټراټفورډ نه لندن ته تر لېږدېدا څو کاله وروسته، شکسپیر د لندن په تر ټولو ډېره شتمنه سیمه کې اوسېدلی، هلته لوی شخصیتونه، ستر بهرني سوداګر، شتمن او د شتمنو د روغتیا پالنې اړوند ډاکټران او موسیقي پوهان اوسېدل."
مارش وايي: "د اروپا په ډېرو برخو کې سوداګرو اړیکي لرل او ډاکټران په ایټالیا او جرمني کې له نویو پوهنتونونو سره په اړیکه کې وو."
جیفري مارش دا هم ویلي چې "ښايي د لندن په تر ټولو ډېره نفوذ لرونکې سیمه کې د شکسپیر اوسېدل د هغه د ځای ځایګي مشهورېدو او تیاتري شاهکار د غوره ګڼل کېدو لامل وي. همدا وو چې په سټراتفورډ کې یې تر ټولو ډېر ګرانبیه کور ترلاسه کړ."

د عکس سرچینه، National Archives



















