که امریکا ووېشل شي، څه به وشي؟

کیلیفورنیا کا پرچم

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

تېرو څو کلونو کې د امریکا ولس ډېرې چټکۍ سره درز یا بلاکتوب پیدا کوي او د جمهوریپالو او ډیموکراټانو پلویان راتلونکو ورځو کې لا سخت ګیر کېږي.

کارپوهان وايي، د غلامۍ پر سر له کورنۍ جګړې وروسته چې امریکا کې څه حالت و نن سبا هم همغه حال دی.

د کلیفورنیا پوهنتون د سیاسي چارو کارپوه برنارډ ګرافمین وايي، چې اوس د امریکا پارلمان کې کوم قطبیتوب دی، تېرو سلو کلونو کې نه دی لیدل شوی.

د امریکا تر ټولو ستر ایالت کلیفورنیا هم د دې پولورایزېشن ښکار ده.

تېرو څو لسیزو کې کلیفورنیا د وګړو او نورو امریکایانو ترمنځ اختلاف ډېر شوی دی.

د دې حالت له امله په وړو وړو ایالتونو د کلیفورنیا له وېشلو نیولې له امریکا د بېلېدلو وړاندیز هم کېږي.

بوسټن کې د ټفټس پوهنتون استاده مونیکا ټافټ وايي، د کلیفورنیا خلک دا باور لري چې مرکزي حکومت یې ګټې نه خوندي کوي.

د دوی په باور، د کلیفورنیا اقتصادي وده هغه مهال شونې ده چې په وړو وړو برخو ووېشل شي.

د کلیفورنیا استوګن په ډېرو مسلو کې د امریکا له نورو خلکو سره مخالفت لري.

که کلیفورنیا بېله شي؟

امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم له امریکا د کلیفورنیا بېلېدل له امکان لرې دي، خو داسې وبوله چې همداسې کېږي، نو بیا به څه وشي؟ پر امریکا او نوره نړۍ به یې اغېز څه وي؟

د امریکا اساسي قانون د کوم ایالت د بېلېدو اجازه نه ور کوي. د کلیفورنیا وګړي هم له امریکا د بېلتون غوښتنه نه کوي، خو که داسې کېږي امریکا کې به بیا جګړه پیل شي؟

امریکا کې اوس د کومې کورنۍ جګړې نښه نشته، خو کله چې د یو هېواد کومه برخه بېلېږي، نو ګډوډي ور سره جوړېږي.

امریکا کې هم ۱۵۷ کاله مخکې داسې وشول، چې تورپوستو له غلامۍ ملاتړو سوېلي ایالتونو د بېلتون خبره وکړه.

هغه کورنۍ جګړه کې شپږ لکه ۲۰ زره کسان ووژل شول او د امریکا بېخ یې وړچاوه.

نړۍ کې داسې څو بېلګې شته چې کله یو هېواد وېشل کېږي، نو ناورین جوړېږي. پر ۱۹۴۷ کال چې د هند نیمه وچې وېش کېده، له لس لکو ډېر کسان ووژل شول.

دا ډول پر ۱۹۷۱ کال چې بنګله دېش له پاکستان بېلېده، ډېر زیات تاوتریخوالی وشو، همدارنګه له افریقايي هېواد اریټریریا نه د ایتوپیا بېلېدو اعلان سره هم نږدې ۳۰ کاله کورنۍ جګړه روانه وه.

خو پر ۱۹۹۳ کال د چیک او سلواک بېلېدل هم سوله ییز و. له اروپايي ټولنې د برتانیا بېلېدل هم تراوسه په امن دي.

که کلیفورنیا له امریکا بېلېږي د جمهوریپال ګوند ملاتړي به خوشال شي، خو ډیموکراټان به یې ونه مني، ځکه له لسیزو راهیسې کلیفورنیا د ډیموکراټ ګوند مرکز دی.

د دې ایالت له سیاسی ځواک پرته ښايي د ډیموکراټ ګوند کوم نوماند ولسمشر نه شي.

د سیاسي ځواک کور

چیک اور سلوواک

د عکس سرچینه، Getty Images

کلیفورنیا د امریکا تر نورو ایالتونو ډېر وګړي لري. که دا ایالت بېلېږي د جمهوريپال ګوند دبدبه جوړېږي او اسانه پارلمان کې اکثریت خپلوي.

کارپوهان وايي، که له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې امریکا کې کلېنټن او اوباما ولسمشران شوي، نو دا د کلیفورنیا له برکته دي.

که کلیفورنیا بېلېږي نو د امریکا اقتصاد هم خرابېږي. کلیفورنیا د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی.

اقتصادي ځواک یې له برتانیا هم زیات دی او ۲.۷ کرب یا تریلیون ډالر دی. د امریکا حکومت ته له کلیفورنیا تر ټولو ډېره مالیه ورځي.

کارپوهان وايي، دغسې حال کې به د امریکا ډالر کمزوری شي د اروپايي ټولنې یورو یا د چین یوان به د ډالر په ځای خپل کړي.

د کلیفورنیا تر بېلېدو وروسته به امریکا سوپر پاور نه وي. پر خپلو ملګرو به ډېره ولاړه وي.

د کیڼ لاسي نظر زیاتېدو سره به د روس او هنګري په څېر هېوادونو سره ډېره نږدې شي، خو له ګاوندي هېواد کاناډا سره به یې اړیکي ښه نه وي، دا ډول حالت به له مکسیکو سره هم ولري.

د کلیفورنیا بېلېدو حالت کې به د نړیوالې تودوخې او چاپیرېیالي ککړتیا کنټرولولو کې چټک پرمختګ وشي، خو امریکا کې به د توندلاري نظر زیاتېدو سره د نړۍ اتحاد له ستونزو سره مخ شي.

د کډوالو جنت

امریکہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کلیفورنیا فکر منځلاری دی، ځکه امریکا ته تلونکي ډېری خلک ورځي. د سلیکن په څېر کاروباري سیمو ته د نویو خلکو تګ سره پرمختګ هم چټک شوی دی.

د کلیفورنیا کرنه کې د لاتینې امریکا خلک ډېر رول لري. د ایالت اقتصاد کې هم مهم دي او له بېلېدو وروسته به کلیفورنیا د کډوالو قانون نور هم اسان کړي.

خو دغسې حالت کې به د کلیفورنیا د شمال او سوېل ترمنځ ټکر پیدا شي. سوېل کې کډوالو ته هرکلی ویل کېږي، خو شمال کې یې مخالف دي.

له کلیفورنیا د امریکا بېلېدو سره له میري لېنډ نیولې تر پنسلوانیا پورې څو لېبرال ایالتونه به هم د بېلتون غوښتنه وکړي، ځکه له بېلتون وروسته به دودپالی نظر زیات شي او دې سره به د لېبرل نظر ایالتونه د بېلتون غوره کولو ته اړ شي.

د پخواني شوروي په څېر حالت

کیلیفورنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

موږ ځکه دا خبره کوو، چې د شوروي اتحاد بېلېدو سره هم داسې وشول. اول لاتویا، لیتوانیا او اسټونیا له شوروي بېل شول.

له هغه وروسته ګورجستان، اوکراین او مالداویا هم ترې بېل شول.

دا هم شونې ده چې د کلیفورنیا تر بېلتون وروسته سوېلې ایالت فلوریډا هم د بېلتون لار غوره کړي.

ټیکزاس کې هم ځینې خلک دا فکر لري او که داسې کېږي نو ډېرو هغو ایالتونو کې به د ازادۍ خیال پیدا شي چې له مالي پلوه پرمختللي دي.