هانوی کې ولې پر موټرسیکلونو بندیز لګېږي؟

د عکس سرچینه، Jon Enoch
د برتانیا پورټریټ فوټوګرافر جون ایناک دا مهال د ویتنام پلازمېنه هانوی کې د باري موټر سیکلونو یا ټپټپیو د انځور اخیستلو کار بشپړ کړی دی.
دی وايي، ټپټپي سوېلي اسیا کې د ژوند برخه دي او ښار کې کاري اس ورته وايي، چې ډېر او ډول ډول توکي پرې بار وي.

د عکس سرچینه، Jon Enoch

د عکس سرچینه، Jon Enoch
" پنځلس کاله مخکې چې زه اول ځل سوېلي اسیا ته راغلم، د ټپټپیو شمېر ډېر حیران کړم".
"د نه درېدونکي ترافیک له امله دې فکر ګډوډېږي او فکر کوې چې له سړک څنګه تېر شې".
"زه هم دې موټروانانو او وړونکي سامان ګنس کړم".
"د سامان لېږدولو نادود هنر، چې پکې ډېر شمېر هګۍ، د ګلانو ګېډۍ، اوبه او نور دومره هیښوونکي دي چې له خلکو مې وپوښتل انځور یې اخیستلی شم".

د عکس سرچینه، Jon Enoch

د عکس سرچینه، Jon Enoch
پر ۲۰۱۷ کال کې وویل شول چې ښار کې د ککړتیا او ترافیک د کنټرول لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې پر ډولو دوه ټیره وسیلو لکه ډول ډول موټر سیکلونو بندیز لګېږي.
خو د دې د ښار ډېری اوسېدونکي وايي، تر ۲۰۳۰ کال به دا شوني نه ي او ان تر هغه به شوني نه وي چې بدیل یې ور نه کړل شي.

د عکس سرچینه، Jon Enoch
جون ایناک وايي، له ډېر وخت راهیسې مې د دې تصویرونو جوړولو پلان و، خو کله چې خبر شو، چې راتلونکو لسو کلونو کې پر ټپټپیو بندیز لګېږي، نو هانوی ته ژر تګ او د دې پروژې بشپړولو چاره یې ضروري شوه.

د عکس سرچینه، Jon Enoch

د عکس سرچینه، Jon Enoch
ټول انځورونه د جان ایناک دي.


















