د برتانیا د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې د دفاع وزیر ګوېن ویلیمسن په دې تور له دندې ګوښه کړی چې د ملي امنیت شورا د یوې غونډې حساس مالومات یې افشا کړي دي.
د برتانیا د ملي امنیت شورا په هغه غونډه کې چې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۳مه نېټه شوې وه، په دې هېواد کې د "۵ جي" انټرنېټ پیلولو، او په دې پروژه کې د تکنالوژۍ چینایي شرکت واوې ته په ونډې ورکولو خبرې شوې وې.
د کابینې یو شمېر وزیرانو په دې پروژه کې د واوې شرکت ګډون په اړه اندېښنه ښودلې وه او ټینګار یې کاوه چې دا چاره به د برتانیا ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
وروسته د همدې غونډې جزییات او د وزیرانو اندېښنې افشا او د برتانیا په ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه کې خپرې شوې.
لومړۍ وزیرې تیریزا مې ویلي، ډاډه ده چې دا مالومات د دفاع وزیر ګوېن ویلیمسن رسنیو ته افشا کړي وو.
د ده پر ځای پېني مورډانټ د دفاع نوې وزیره ټاکل شوې ده، چې د برتانیا په تاریخ کې به لومړنۍ د دفاع ښځینه وزیره وي.
د لومړۍ وزېرې دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اغلې مې نور ډاډه نه وه چې ګوېن ویلیمسن د دندې ترسره کولو توان لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړۍ وزیرې تیریزا می پرون چارشنبه ښاغلي ویلیمسن ته په یوه لیک کې ویلي، داسې شواهد لري چې ښیي د هغې غونډې مالومات نوموړي له اجازې پرته افشا کړي دي.
خو ګوېن ویلمسن ټینګار کوي چې بېګناه دی او هېڅ ډول مالومات یې هېڅ رسنۍ ته نه دي افشا کړي.
لومړۍ وزیرې تیریزا می لومړی له ښاغلي ویلیمسن نه غوښتنه کړې وه چې استعفا وکړي.
خو نوموړي ویلي، استعفا کول به په جرم د اعتراف کولو په معنا وي.
ګوېن ویلیمسن له ۲۰۱۷ کال راهیسې د برتانیا د دفاع وزیر و. له دې ناندریو او د هغه له ګوښه کېدو وروسته اوس د برتانیا د پارلمان یو شمېر وکیلان غوښتنه کوي چې نوموړی دې د خیانت په جرم محاکمه شي.
د حکومت مخالفو ګوندونو هم په دې اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.
د واوې شرکت ویلي، د دوی په فعالیتونو کې د جاسوسۍ یا سبوتاژ هېڅ ګواښ نشته، او دوی د چین د حکومت په کنترول کې نه دي.



















