د پاکستان پنجاب کې د روژې خپرونو کې پر سندرغاړو او هنرمنانو بندیز

د عکس سرچینه، TWITTER
د پاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې اسمبلۍ د رایو په اتفاق داسې پرېکړه لیک منظور کړی چې له مخې یې پر پاکستانیو تلوېزونونو د روژې خپرونو کې د هنري خپرونو اړوند کسانو بندیز لګېږي.
دا پرېکړه لیک د پنجاب صوبې د جنګ ښار غړي مولانا معاویه اعظم د اپرېل پر ۳۰ سپارلی و او تېره پنجنشه اسمبلۍ په یوه خوله منظور کړ.
دې پرېکړه لیک کې د رسنیو له څار ادارې یا پیمرا په ټینګه غوښتل شوي چې تلوېزوني چینلونه دې پرېکړه لیک ته ژمن کړي.
دې پرېکړه لیک کې راغلي: له څو کلونو راهیسې روژه مبارکه میاشت کې پاکستاني تلوېزونونه دې اسلامي فریضې ته پام کوي او ځانګړي پروګرامونه خپروي:
خو د افسوس خبره دا ده چې دا پروګرامونه هم هغه کسان خپروي چې په نورو ورځو کې سهارنیو یا ماښامنیو هنري خپرونو کې سندرې خپروی او دا ډول ډېری خلک له هنر سره تړاو لري.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي، دا پکار دي چې روژه کې دا ډول پروګرامونه له اسلام سره تړلي کسان خپاره کړي.
پیمرا به څه وکړي

د عکس سرچینه، FACEBOOK
اسمبلۍ کې منظور شوی پرېکړه لیک قانون نه وي، ځکه پوښتنه دا ده چې حکومت یا پیمرا به دا پرېکړه لیک پلی کړي که نه.
له بي بي سي سره خبرو کې د پیمرا یوه چارواکي وویل، چې تراوسه یې په دې تړاو کومه رسمي اعلامیه یا حکم نه دی ترلاسه کړی، ځکه پرې تبصره هم نشي کولی.
خو هغه زیاته کړه چې له اسمبلۍ دا ډول کوم پرېکړه لیک منظوروي، نو پیمرا ورته ژمنه ده، خو په دې تړاو حکم مرکزي حکومت یا د رسنیو وزارت ور کوي:
خو تراوسه مو د پرېکړه لیک مسوده یا په دې تړاو د رسنیو وزارت کوم حکوم نه دی ترلاسه کړی.
د هنري خپرونو چلوونکي څه وايي؟
هرمنه جګن کاظم د پاکستان د دولتي خپرندویه ادارې یا پي ټي وي اړوند سهارۍ بوختوونکې خپرونه چلوي او سږ کال یوه خصوصي چینل کې د روژې د خپرونو کوربتوب ور کړل شوی دی.
له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د پنجاب د اسمبلۍ او غړو ته درناوی لري او په دې تړاو چې د پاکستان حکومت کومه پرېکړه وکړي، نو مني یې.
خو زیاتوي چې د ټول بوختوونکي صنعت په تړاو دا ډول پرېکړه بې انصافي دي.
نوموړې دا هم وايي، چې دې لنډ تنګ وخت کې دا ډول پرېکړه لیک منظورول مناسب نه و: که موږ مخکې له دا ډول پرېکړې خبر وی بیا مو متبادلې لارې لټولې. اوس چې ټول تیاری نیول شوی او دا ډول بندیز لګېږي نو زموږ زړه ازارېږي.
د فلم او تلوېزون هنرمن عمران عباسي هم سږ کال یوه خصوصي تلوېزون کې د روژې خپرونو کوربه دی.
دی له بي بي سره خبرو کې د اسمبلۍ دغه پرېکړه لیک ته حیرانتیا ښيي او وايي، د هنرمن رب او نبي هم هغه څوک دی چې د نورو مسلمانانو دی.
دی زیاتوي چې یوازې پروګرام کوربه دی او لیدونکي او پروګرام کې عالمانو ترمنځ اړیکه جوړوي نور کوم رول نه لري.
د بوختوونکو خپرونو اړوند یو شخصیت فخر عالم هم ټوېټ کې لیکلي: ډېر زبردست، د خلکو د بهترۍ لپاره څومره مهم قرارداد.
خو د نوموړي په ځواب کې ځینې کسانو ویلي چې دا پرېکړه تاییدوي او ځینې نورو بیا رد کړی دی او ان یو کس د لومړنیو حقون خلاف ورزي بللې ده.


















