له غزې د اوربند خبرونه
د خپرېدو وخت
د دوو ورځو تاوتريخوالي او بمباريو کې يې له شلو زيات کسان ووژل شول.
غزه تړانګه کې حالت ارامه شوی، داسې حال کې چې راپورونه وايي د اسرائيلي ځواکونو او فلسطينيانو ترمنځ له دوه ورځني تاوتريخوالي وروسته پر اوربند سلا شوې ده.
اسرائيل وايي څلور وګړي یې وژل شوي، داسې حال کې چې غزه کې بيا چارواکي وايي اسرائيلي ګوزارونو کې یې له شلو زيات کسان وژل شوي دي.
دا له څو کلونو راهيسې جګړه او تاوتريخوالي کې تر ټولو ډېر لوړوالی بلل کېږي.