د سوریې اېدلېب کې اوربند مات شوی

د ویډیو تشریح، د سوریې اېدلېب کې اوربند مات شوی
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په شمال لویدیځ اېدلېب کې د جګړې پر ډېرېدو غونډه کوي. له هغه راهیسې چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شوې ده، اته کاله کېږي. اوس د ولسمشر بشار اسد ځواکونه چې روسیه یې ملاتړ کوي، پر دغې سیمې ور روان دی. اېدلېب لا هم یاغیان اوسېږي. دغلته دا څه موده یو اوربند پر ځای وو خو بیا اسلام پالو اورپکو ځینې ځایونه ونیول او له امله یې اوربند ورسره مات شو.