سعودي قطر ته د مکې بېړنیو سرمشریزو کې د ګډون بلنه ورکړې

د عکس سرچینه، AFP
قطر وايي سعودي عربستان بلنه ورکړې، چې مکه کې د عرب ليگ هېوادونو په دوو بېړنیو سرمشریزو کې برخه واخلي، خو مالومه نه ده چې د قطر امیر تمیم به د سعودي پاچا دا بلنه ومني او که نه.
د خليج روانو حالاتو په تړاو سعودي عربستان کې جوړېدونکې بېړنۍ سرمشريزې ته د قطر وربلل، قطري چارواکو لپاره مهمه پرمختيا ده.
ځکه سعودي عربستان، بحرين، مصر او عربي اماراتو له ٢٠١٧ م کال راهيسې له قطر سره ډيپلوماتيک او اقتصادي اړيکې پرې کړي.
دغه څلور هېوادونه پر قطر تور پورې کوي چې د ترهگرۍ ملاتړ کوي او د دوى سيمه ييز سيال ايران ته ډېر نژدې دى، هغه تورونه چې قطريې ردوي.
که څه هم دغه کوچنى خليجي سلطنت په تېر ډیسمبر کې د خليج د همکاريو شورا سرمشريزه کې گډون لپاره سعودي ته بلل شوى و، خو د سعودي يوه بله بلنه قطر لپاره په دې مانا هم کېداى شي چې د گوښې کولو هڅې يې نه دي بريالۍ شوې.
سعودي کې د عربي هېوادونو مشران سره غونډېږي چې خليج کې د زياتېدونکې ترينگلتيا په تړاو سره خبرې وکړي.
د تېلو پر ټانکرو مرموز بریدونه

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي عربستان دا بېړنۍ سرمشريزه وروسته له هغه وبلله چې خليج کې د تېلو پر څو ټانکرونو په مرموز ډول بريدونه وشول او د سعودي عربستان د تېلو يوه نل ليکه د حوثي ياغيانو د بې پيلوټو الوتونکو وسيلو له لوري په نښه شوه.
سيمه کې يوه بله د پام وړ پرمختيا د امريکا د يوې سترې الوتک لېږدونکې بېړۍ او ٥٢ ډوله بم غورځوونکو الوتکو ځاى پرځاى کېدل دي او د امريکا دفاع وزارت سيمې ته د يو نيم زر نورو امريکايي ځواکونو، د پټريوټ توغنديو نورې بېټرۍ او د څار الوتکو د استولو علان کړى.
عربي اماراتو ويلي اړتيا ده چې روان خطرناک حالت کې عربي او خليج هېوادونه يو موټي شي، کېداى شي دغې سرمشريزې ته د قطر وربلل دغه راز يوه گډ دريځ ته د رسېدو هڅه وي.




















