د تصویرنو البوم: له خورا زهرجنو مارانو سره مخامخ
د ایبولا وبا او جګړې تر څنګ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت اوسېدونکي له یوه بل خطر سره هم لاس او ګریوان دي، چې هغه د زهرجنو مارانو چیچلو پېښې دي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
په ځنګلونو پوښلي دغه هېواد کې د نړۍ خورا خطرناک ماران پریمانه ګرځي او خلک چیچي، چې د روغتیا نړیوال سازمان او د بې پولې ډاکټرانو تنظیم هم په افریقا کې دا ستونزه مني.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
عکاس هوغ کینسیلا کیونینګهام د بحرانونو رپوټ ورکونکې ادارې پولیتزر لپاره د دغې ستونزې رپوټ چمتو کولو لړ کې د کانګو جمهوریت ګڼو ځنګلونو کې له ځینو خورا خطرناکو مارانو سره له نژدې مخامخ شوی دی.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
کب نیونکی پېټریک اتیلو ممبا ډوله ژوندی نیول شوی مار ښيي. کلیوال د چیچل کېدو له ډاره له لیدو سره سم د دغه ډول مارانو وژلو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham

د روغتیا نړیوال سازمان مسوولین وايي، هر کال دلته ماران تر دوه اعشاریه اووه میلیونو پورې کسان چیچي چې د مړینې کچه تر ۸۱ زره کسانو پورې رسېږي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
فرانسس نسینګي د کانګو دیموکراتیک جمهوریت زهرو مخنیوي مرکز مسوول دی.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham


د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham


د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham

عکاس کنینګهام وايي، د مارانو له نژدې اخیستل شوي تصویرونه یې داسې مهال اخیستي چې دوی کمرې ته نژې شوي وو.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
ممبا ډوله دغه مار کلیوالو وژلی و. د دغه ډول مارانو په تړاو ویل کېږي چې خورا زهرجن دي او ایله په دوو ساعتونو کې هغه کس وژل کېدی شي چې دغه ډول مار یې وچیچي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
ډېری مهال ماران د کب نیونکو په جالونو کې ایساريږي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
ډېری وخت په وښو یا بوټو کې پټ پراته ماران پر انسانانو حمله کوي، چې له کبله یې د مخنیوي هڅې ډېرې بریالي نه دي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
مونیق په خپلو ځمکو ګرځیده چې مار وچیچه.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
په لویدیځ ښار مبانداکا کې یوې طبیبې د مار سر له ځینو بوټو سره اوړه کړی او د درملنې له ادعا سره یې د هغو کسانو پر ټپونو موښي چې مار چیچلي وي. د ناروغ پر مټ د کوچنۍ چاړې په پرهرونه جوړیږي او بیا په کې دغه په اور پاخه شوي پوډر دوړول کېږي. لاندې تصویر کې بینوینیو وینو چې د دغو درملو لپاره بوټي راټولوي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
د ځايي کلینک ډاکټره انایوریتي نایابولیکا وايي، د زهرو خونثا کولو خورا لږ وسایلو ته لاسرسی لري. ځینې کسان بیا د مار غوښه د خوړو په څېر هم کاروي او د مبانداکا ښار په ماکیلا بازار کې له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کانګولیس پورې پلورل کېږي چې د دوه اعشاریه څلوېښتو ډالرو برابر کېږي.

د عکس سرچینه، Hugh Kinsella Cunningham
ټول تصویرونو د پولیتزر مرکز په مرسته د © Hugh Kinsella Cunningham اړوند دي.


















