ورځپاڼې: پاکستان کې د افغان سولې په تړاو سبا غونډه جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز رپوټ ورکړی چې په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو کېدونکې غونډه به دغه هېواد ته د ولسمشر محمد اشرف غني له سفر پنځه ورځې وړاندې سبا د شنبې په ورځ جوړیږي.
ورځپاڼه لیکي دغې غونډې ته یو شمېر افغان سیاستوال غوښتل شوي چې د افغان سولې په تړاو به په کې خبرې کېږي.
دې غونډې ته د ورځپاڼې د رپوټ له مخې اسلام آباد او مري ته نژدې په بهوبن ښارګوټي تابیا نیول شوې ده. ورځپاڼې د حزب اسلامي د یوه غړي غیرت بهیر له قوله لیکي حکمتیار به سبا ته د یوه پلاوي په مشرۍ دغې غونډه کې ګډون وکړي.
ډیلي ټایمز لیکي دغې غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند حنیف اتمر ، یونس قانوني ، اسماعیل خان ، عطا محمد نور هم دغې غونډې ته بلل شوي چې کوربانه یې د لاهور د سولې څیړنیز مرکز او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ دي.
برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز لیکلي حکومت د افغان ژباړونکو دوسیو ته له سره کتنه پیل کړې ده. دا ورځپاڼه لیکي وروسته له چې دې ورځپاڼې راپور خپور کړ چې ځینو حکومتي اجرائاتو د لوړ معاش لرونکو دندو ترلاسه کولو لپاره ددغو ژباړونکو مخه نیولې ده. حکومت ددوی دوسیو ته له سره کتنه پیل کړه.
افغان هنډواڼې
دا هغه ژباړونکي دي چې په افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره آن د جګړې په ډګر دندې ترسره کړي دي. ورځپاڼه لیکي امنیتي اجراآت آن تر لسو کلونو پورې وخت نیسي او په دې سره دوی نه شي کولی داسې دندې تر لاسه کړي چې لوړ معاش ولري، او ددې پر ځای دوی اړ دي په نورو ځایونو لکه رسټوراټونو کې کار وکړي.
نیویارک ټایمز د افغانستان په فراه ولایت کې د هندواڼو د ارزانې بیې په اړه یو مطلب خپور کړی چې د هندواڼو په دې ستونزه کې له افغان بزګرو سره څنګه مرسته کېدای شي؟
په دې رپوټ کې په خواله رسنیو کې هغه کمپیاین ته اشاره شوې چې خلک هڅوي په کور دننه تولید شوې هندواڼې مصرف کړي.
د نیویارک ټایمز په دې مطلب کې په افغانستان کې روانې جګړې او سیاسي ناخوالو ته اشاره شوې چې د افغانستان لپاره یې د اقتصادي پلانونو د رامنځته کولو مخه ډب کړې ده او افغان بزګران نه شي کولی خپل تولیدات بازونو ته ورسوي، نو په دې سره پریمانه کرنیز تولیدات په یوه غم بدل شوي دي.
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین لیکلي د امریکا هغه الوتکه چې پرون ایراني ځواکونو نسکوره کړه په نړۍ تر ټولو پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ده او بیه یې هم تر ټولو لوړه یعني ۱۳۰ ملیونه امریکايي ډالر.

د عکس سرچینه، EPA
ورځپاڼه لیکي پر دغې الوتکې برید سره په ورته مهال حوثي یاغیانو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د یمن له خاورې پر سعودي راکټي برید وکړ او په عراق کې هم پر امریکايي اډو او یا ورته پر نږدې سیمو د توغندیو او هوانونو بریدونه شوي دي. ورځپاڼه دامریکا هغه اعلان ته هم اشاره کوي چې یوه ورځ وړاندې یې وویل پر تیل لیږدوونکي بیړیو وروستیو بمي بریدونو ته په ځواب کې سیمې نور زر سرتیري استوي.
ګارډین لیکي ډونالډ ټرمپ پر بیړیو برید یوه وړه پېښه بللې خو امریکايي چارواکو ایران ته په ډاګه کړې چې د ایران او یا د ایران پلوو ملیشو له خوا پر امریکايي ځواکونو برید د امریکا له خوا د پوځي غبرګون پيلامه وي.


















