ورځپاڼې: له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په اړه ټرمپ ته خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکلي مخکښ جمهوریت پال سناتور لینډسي ګراهام بیا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته له افغانستانه د ټولو او یا په بېړه د سرتیرو د ایستلو په اړه خبر داری ورکړی.
واشنګټن پوسټ لیکي دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې یوازې څو ورځې هغې نېټې ته پاتې دي چې امریکايي چارواکو ویلي، له طالبانو سره به هوکړه وشي. دا نېټه د سېپټمبر لومړۍ نېټه ښودل شوې وه.
رپوټونو کې ویل کېږي چې د هوکړې له مخې به لومړی پنځه زره سرتیري وایستل شي، خو ګراهام پرون ویلي چې د ده وېره دا ده چې ښاغلی ټرمپ به له دې هم وړاندې ګام واخلي، د ده په وینا د ترهګرۍ ضد یوه پياوړي ځواک ته اړتیا ده چې په افغانستان کې پاتې شي چې د سېپټمبر د ۱۱مې په څېر د بلې پېښې مخه ونیول شي.
واشنګټن پوسټ لیکي، د پنځه زره سرتېرو په وتو سره به ۸۶۰۰ سرتیري پاتې کېږي خو ګراهام په دې نظر دی چې که له دې هم شمېر کمېږي نو دا به ډېر خطرناک وي.
دا ورځپاڼه لیکي، سناتور لېنډسي ګراهام د ولسمشر ټرمپ ډېر نږدې متحد دی او په تېرو څو اونیو کې دا څووم ځل دی چې ټرمپ ته یې خبر داری ورکړی چې پر طالبانو دې دا باور نه کوي چې د القاعده او نورو وسله والو ډلو مخه به ونیسي، هغه خبرداری چې د واشنګټن پوسټ په وینا د ټرمپ په اداره کې دننه هم د ځینو له خوا ورکړل شوی دی.
ګراهام وايي، په یوه ورځ کې ځکه درې زره امریکایان ووژل شول چې امریکا له افغانستان پام واړاوه، که ترهګرۍ ضد ځواک په افغانستان کې نه وي نو په طالبانو باور نه شي کېدای او یا نه غواړي چې د امریکا ساتنه وکړي.
ایرش ایګزماېنر
په همدې تړاو ایرلنډۍ ورځپاڼې ایرش ایګزماېنر لیکلي چې له افغانستانه د ځواکونو په ویستلو کې بېړه ښايي هغسې پېښې له ځان سره ولري لکه چې د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شوې.
د دې ورځپاڼې په وینا په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې په ۱۹۷۳ میلادي کال کې د شمالي ویتنام او امریکا او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د افغان حکومت، پاکستان، شوري اتحاد او امریکا ترمنځ خبرو ته ورته دي.
دا ورځپاڼه لیکي:
طالبان د افغانستان په سیاسي چاپيریال کې بې اعتباره ډله ده نو ځکه اړتیا ده چې لس کاله نورهم بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

د عکس سرچینه، Arg
عکاظ
د سعودي عرب ورځپاڼې عکاظ لیکلي، پاچا سلمان بن عبد العزیز له افغانستان ولسمشر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړي.
سعودي رسنیو په دې اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي خو عکاظ لیکي په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې.
له دې کتنې وروسته افغان ولسمشر په هغه مېلمستیا کې برخه واخېسته چې د پاچا سلمان له خوا ښاغلی غني او افغان پلاوی ور بلل شوي و.
جاپان ټایمز
جاپان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، امریکا له جاپانه غوښتي چې له چین سره د توغندیو په برخه کې په سیالۍ کې ورسره مرسته وکړي او اجازه ورکړي چې خپل توغندي په دغه هېوړاد کې ځای پرځای کړي. خو جاپان ټایمز لیکي دا ډول یو ګام به په جاپان کې پر امنیتي مسایلو پراخ بحثونه رامنځته کړي.


















