مولانا فضل الرحمان: حکومتي پلاوي ته مو ویلي، چې استعفا له ځان سره راوړئ

مولانا فضل الرحمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف مظاهرې 'ازداۍ مارچ ' ګډونوالو ته د جمعې پر ورځ ویلي، 'د حکومت مرکچي پلاوي ته مو وویل، چې کله موږ ته راځئ، تش لاس به نه راځئ. '

نوموړی وايي، د حکومتي پلاوي غړي د دوی خوا ته ځي راځي، خو په خبره یې، 'حکومتي استازو ته مو ویلي، چې کله راځئ استعفا به له ځان سره راوړئ. '

نوموړي په خپله وینا کې پر لومړي وزیر عمران خان هم نیوکې وکړې او په وینا یې 'موږ به عمران خان ته اجازه ورنه کړو چې پر هېواد قبضه وکړي. '

مولانا فضل الرحمان وايي، د اپوزېسیون ټول ګوندونه یو موټی دي.

له دې مخکې د حکومت مرکچي پلاوی له لومړي وزیر عمران خان سره د سلا مشورې لپاره د نوموړي دفتر ته ورغی.

رپوټونو کې ویل شوي، د مرکچي پلاوي غړيو لومړي وزیر ته د اپوزېسیون مظاهرې او د رهبر کمېټۍ غوښتنو او ملاحظاتو په اړه معلومات ورکول.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حکومت پر ضد د اپوزېسیون دغه احتجاج نهه ورځې مخکې پیل شوی

د حکومتي مذاکراتي پلاوي مشر او د پاکستان دفاع وزیر پروېز خټک د پاکستان په ملي اسمبلۍ یا پارلمان کې له اپوزېسیونه وغوښتل چې مولانا فضل الرحمان دې پارلمان ته ورولي. نوموړي پر مولانا فضل الرحمان نیوکې وکړې:

''که مولانا وايي، چې دوی ساعت تېروي، نو موږ به هم ساعت تېر کړو او بیا به وګورو چې دوی څه کولای شي. ''

بل لور ته پرون پنجشنبه د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر اکرم دراني مظاهره کوونکو ته ونیا کې وویل، چې دوې ورځې وروسته به دغه مارش یا مظاهره نوې بڼه غوره کړي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني اپوزېسیون ګوندونو له دغې مظاهرې نهه ورځې تېرېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه غونډه به تر څه وخته دوام وکړي، چې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو سیاسي فعالان ورته د لاریونونو په شکل له خوړو او نورو اړتیا وړ موادو سره راغلي دي.

دغه احتجاج د روانې میاشتې پر ۲۷ نېټه د لاریون په بڼه پیل شوی و چې د اپوزېسیون نژدې ټولو ګوندونو یې ملاتړ کړی او اوس یې زرګونه پلویان د اسلام اباد په پېښور موړ سیمه کې د احتجاج لپاره راټول شوي دي.