د برېښنايي سېګریټو په اړه د روغتیا پالانو خبرداری

د ویډیو تشریح، د برېښنايي سېګریټو په اړه د روغتیا پالانو خبرداری
د خپرېدو وخت

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، درې فیصده افغانان سېګرېټ څکوي. په ټوله نړۍ کې هر کال شپږ میلیونه خلک له سېګرېټ څکولو مړه کېږي. خلک له سېګرېټو سره له بېلا بېلو تړلیو ستونزو او ناروغي مري. په دې وروستیو کې د سېګرېټ څکولو سره د مبارزې به موخه برېښنايي سېګرېټ راوتلي دي خو اوس ډاکترانو له هغه وروسته چې یو زلمی له برېښنايي سېګرېټو مړ شو، خبرداری ورکړی دی. وايي برېښنايي سېګرېټ هغسې چې فکر یې کېده بې خطره نه دي خو مني چې تر اصلي سېګرېټو بیا هم ښه دي.