امریکا او چین د یو بل دوه مشخصې کونسلګرۍ ولې وتړلې؟

د عکس سرچینه، Reuters
د چین چنګدو ښار کې د امریکایي کونسلګرۍ د تړلو لپاره د ټاکلې مودې پوره کېدو سره امریکایي ډيپلوماټان له دې کونسلګرۍ ووتل.
چین دې کونسلګرۍ ته ۷۲ ګړۍ وخت ور کړی و او د دوشنبې په ورځ(جولای ۲۷) ځايي وخت سهار پای ته ورسېد.
د دوشنبې ورځې د نېټې تر پوره کېدو مخکې لیدل کېدل چې امریکايي ډيپلوماټان له دې ودانۍ وځي، امریکايي بیرغ کوزوي او تابلو لرې کوي.
د چین د بهرنیو چاروو زارت وایي، د وخت تر پوره کېدو وروسته چینایي کارمنان دې ودانۍ ته ننوتل.
د امریکايي کونسلګرۍ تړل کېدو سره ځايي خلک د دې ودانۍ مخ ته ټول شوي، ډېری یې چینايي بیرغ رپوي او سیلفي انځورونه اخلي.
د امریکا د تګزاس په هیوسټن ښار کې د چین د کونسلګرۍ له تړلو وروسته، بېجینګ هم له واشنګټن وغوښتل چې په چنګدو ښار کې خپله نمایندګي بنده کړي.
د کونسلګریو تړل بې ساری ټکر دی او د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا ښيي.
وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مختلفو مسلو اختلاف پیدا شوی، چې هغو کې کووېډ-۱۹ ناروغي، سوداګریزې مسلې، معنوي حقونه، هووای مخابراتي شرکت، سوېلي چین سمندرګی، تایوان، سینکیانګ کې بشري حقونه او د هانکانګ ملي امنیت جنجالي قانون هم راځي.
خو ولې هیوسټن؟

د عکس سرچینه، EPA
د جولای پر ۲۱ د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، هیوسټن کې یې د چین کونسلګرۍ ته ۲۴ ګړۍ وخت ور کړی چې خپلې چارې وځنډوي.
موخه یې هم د امریکا "د معنوي حقونواو د امریکایانو د خصوصي اطلاعاتو خوندیتوب" وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د دې پرېکړې دلیل هم د چین له خوا "د معنوي ملکیت غلا ده".
د سوېلي اسیا او ارام سمندر لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیویډ سټیلول دعوه وکړه چې "دا کونسلګري پوهنتونونو ته د جاسوسۍ لپاره د زدکوونکو د لېږلو په ګډون په زیانمنو چارو کې سرلارې ده."
خو هیوسټن کې د چین کونسل کای وی وايي، امریکا باید د تورونو لپاره ثبتونه وړاندې کړي.
د امریکا څلورم ستر ښار هیوسټن کې کونسلګري سمبولیک اهمیت لري، ځکه دا هغو لومړنیو پنځو کونسلګریو کې ده چې پر ۱۹۷۹ کال له امریکا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو رغېدلو په پایله کې چین پرانیسته.
پر ۱۹۷۹ کال په سن فرانسیسکو، پر ۱۹۸۲ په نیویارک، پر ۱۹۸۵ په شیکاګو او پر ۱۹۸۸ په لاس انجلس کې د چین کونسلګریو تر پرانیستو مخکې دا کونسلګري پرانیستل شوې وه.
ولې چنګدو

د عکس سرچینه، AFP
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د جولای پر ۲۴ دې پرېکړې ته غبرګون کې له امریکا وغوښتل چې په چنګدو کې خپله کونسلګري وتړي.
دغه وزارت له واشنګټن دا هم غوښتي چې هیوسټن کې د کونسلګرۍ د تړلو پرېکړه او پرې لګېدلي تورونه بېرته واخلي.
د چین د ټولنپوهنې مرکز کې څېړونکی لیو شیانګ وايي، ښايي چنګدو کونسلګري په دې غوره شوې وي چې د اندازې او موقعیت له مخې په هیوسټن کې د چین کونسلګري ته ورته ده.
هغه د جولای پر ۲۴ ګلوبل ټایمز ورځپاڼې ته وویل، چنګدو د ۱۵۰ چینایانو په ګډون ۲۰۰ کارمنان لري، چې هیسوټن کې د چین کونسلګرۍ سره برابر دي.
چنګدو کونسلګري هم د هیوسټن کونسلګرۍ په څېر په سوېل لوېدیځو سیمو کې کونسلي خدمتونه برابروي.
دا ډول سینکیانګ او تبت ته د نږدېوالي له امله امریکا ته ستراتیژیک اهمیت لري.
متحده ایالتونه چین په دغو دوو سیمو کې د قومي او مذهبي لږکیو په ځپلو تورنوي.

د عکس سرچینه، Reuters
په چنګدو کې د امریکا کونسګلرۍ پر ۱۹۸۵ کال پرانیستل شوه او دا په چین کې د امریکا څلورمه کونسلګري ده.
نورې کونسلګرۍ یې هم په ګوانګژو کې پر ۱۹۷۹، شانګهای کې پر ۱۹۸۰ ، شنیانګ کې پر ۱۹۸۴ او ووهان کې پر ۲۰۰۸ پرانیستل شوي دي.
په هنګ کانګ او مکاو کې کونسلګرۍ یې - چې هانګ کانګ کې دي- پر ۱۸۴۳ کال پرانیستل شوي .
چنګدو کونسلګري پر ۲۰۱۲ کال هغه مهم سیاسي کړکېچ کې ښکېله شوه چې په چونګ کینګ کې د کمونېست ګوند پخواني مشر بو شیلای او مېرمن یې ګو کایلای له امله پیدا شوی و.
د چونګ کینګ د پولیسو مشر او پخواني مرستیال ښاروال وانګ لیجون د ښاغلي بو له نیولو او د فساد او واک ناوړلو کارولو له امله پر عمري بند له محکومېدو مخکې دې کونسلګرۍ کې پنا اخیستې وه.
ښاغلی وانګ هم بیا پر ۱۵ کاله بند او مېرمن ګو هم د برتانوي سوداګر نیل هیووډ د وژلو له امله په اعدام محکومه شوه.
نورې کونسلګرۍ هم تړل کېږي؟

د عکس سرچینه، AFP
ممکن ووهان کې- چې د هیوسټن ملګری دی- د امریکا کونسلګري وتړل شي. دا ښارونه پر ۲۰۱۶ کال د ټیکنالوجۍ دودولو لپاره ملګري اعلان شوي وو.
خو د ګلوبل ټایمز سرلیکوال هو شیجین د جولای پر ۲۳ وویل، دې کونسلګرۍ کې امریکايي کارمنان کم دي، ځکه د کورونا له امله د ووهان له ټولبندیز وروسته دا کونسلګري تشه شوې وه.
د ښاغلي هو په خبره، چین باید هنګ کانګ کې د امریکا ستره کونسلګري وتړي، یا یې له سلو تر دوو سوو د کارنکوونکو کمولو سره امریکا ته لوی سرخوږی جوړ کړي: "پوره روښانه ده چې دا کونسلګري د اطلاعاتو مرکز دی".
ګلوبل ټایمز وايي، د دې ورځپاڼې پرلیکه نظرپوښتنه کې ډېری کسانو د هانګ کانګ کونسلګرۍ د تړلو غوښتنه کړې ده.
د سن فرانسیسکو کونسلګري
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولای پر ۲۲ دغه هېواد کې د چین د نورو کونسلګریو تړلو ته هم اشاره وکړه.
له هیوسټن وروسته سن فرانسیسکو کې هم د چین کونسلګرۍ باندې خبرې کېږي.
اېف بي ای د هغو چینانانو د نیولو غوښتنه کوي چې ویل کېږي یوه میاشت مخکې د سن فرانسیکو کونسلګرۍ کې پټ شوي دي.
امریکا کې یوې محکمې ته د جولای پر ۲۰ د سندونو وړاندې کولو کې اېف بي ای ویلي، تنګ ژوان هم دې کونسلګرۍ کې پنا اخیستې ده.
نوموړی د جون پر ۲۶ د ویزې غوښتلو پر مهال د چین پوځ ته د اړوند پوهنتون سره د اړیکو لرلو په هکله په درواغ ویلو تورن شو.
دې ادارې د جولای پر ۲۴ وویل، درې نور چینايي وګړي یې هم د چین وسلوالو ځواکونو سره د اړیکو لرلو په تړاو د درواغ ویلو په تور نیولي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت دا تورونه "مغرضانه بهتان" بولي او ردوي یې.
د چین رسنیز غبرګون

د عکس سرچینه، EPA
د چین دولتي رسنۍ په دې باور دي چې هیوسټن کې د کونسلګرۍ تړل یوه ټاکنیزه لوبه ده او د ټرمپ حکومت د دې لپاره پیل کړې، چې د کورونا وېروس مخنیوي کې د خپلې بې وسۍ پړه د چین پر حکومت واچوي.
د جولای پر ۲۴ شین هوا خبري اژانس پر هیوسټن کونسلګرۍ د امریکا تورونه بې بنسټه وبلل.
دا خبري اژانس وايي، د کورونا وبا مقابل کې خورا کمزوري غبرګون او ټاکنیزو فشارونو امریکا هڅولې چې خپلې ستونزې پر چین واچوي او چین پړ وبولي.



















