پاکستان کې احتجاجونه او غوسه
د خپرېدو وخت
پاکستان کې د جنسي تېري له يوې بوږنوونکې پېښې وروسته د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي پر سر بحثونه او خبرې نن سبا بيا تاوده شوي، او د خبرونو سر کې دي. دې پېښه کې يوه ښځه له خپل ګاډي ايستل شوې، او د سړک پر غاړه یې د ماشومانو تر مخ پرې جنسي تېری شوی و. لومړي وزير عمران خان ويلي، هغه دوه کسان چې دا تېری يې کړی، خصيان دې شي. د بي بي سي سحر بلوچ پرې له لاهوره راپور لري.