مديترانې سمندرګي کې د کډوالو کړکېچ په اړه اندېښنې

د ویډیو تشریح، مديترانې سمندرګي کې د کډوالو کړکېچ په اړه اندېښنې
د خپرېدو وخت

د يونان لېسباس ټاپو کې پوليس زرګونه کډوال له ويجاړ شوي موريا پنډغالي، کارا تپه کې د کېږديو يوه نوي ښارګوټي ته بيايي. له هغه راهيسې چې تېره اوونۍ موريا پنډغالي کې اور ولګېد او ويجاړ شو، پناغوښتونکي لنډمهالو پناځايونو کې اوسېږي. څلور تنه افغان کډوال په اور لګولو او د دغه پنډغالي سوځولو تورن شوي دي. پر همدې مهال يوه کښتۍ چې ۲۷۷ کډوال لېږدوي او له مديترانې سمندرګي ژغورل شوې، يوې اسپانوۍ خيريه ټولنې يې په اړه بي بي بي سي ته ويلي، چې اجازه نه ده ورکړل شوې، چې لنګر ووهي او لسمه ورځ اوبو کې تېروي. اوس داسې وېره ده، چې ښايي ډېر خلک د کورونا وېروس له نورو څپو په تېښته، له منځني ختيځ او افريقا اروپا ته د سفر او تلو هڅه وکړي. پتېيل شوې اروپايي ټولنه دا اوونۍ د کډوالۍ په اړه خپله تګلاره په ډاګه کړي، چې له اوږدو مودو یې انتظار کېده، داسې حال کې چې په مناسب ډول د دې کړکېچ کابو کولو کې د ناکامۍ او پاتې راتلو تورونه هم پرې لګېږي. خو د ژغورنې ډلې وايي لا نورې مرستې او لاسنيوي ته اړتيا ده.