عمران خان: نواز شریف پر پاکستاني پوځ لفظي برید کړی

عمران خان

د عکس سرچینه، Courtesy Syed Naqas

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د نهه اپوزیسیون ګوندونو اتحاد غونډه 'سرکس ' ته ورته بللې.

نوموړي پر اپوزېسیون مشرانو سختې نیوکې کړې او په وینا یې اپوزېسیون به اوس له مختلف عمران خان سره مخامخ شي.

ښاغلی خان وايي، ''غلو شوکمارو ته به د فعالیت جواز نه ورکول کېږي. ''

عمران خان پلازمېنه اسلام اباد کې د ټایګر فورس فعالانو ته وینا کې وویل:

''نواز شریف د پاکستاني پوځ پر مشر حمله نه ده کړې، بلکې پر پوځ یې برید کړی دی. ''

د اپوزېسیون غونډې ته په اشارې سره ښاغلي خان وویل، د تېرې شپې په غونډه کې ''دوو ماشومانو '' هم خبرې کړې او دی یې په هکله څه نه وايي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشرې مریم نواز او پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو له نوم اخیستو پرته لومړي وزیر وویل، ''د دوی په هکله خبرې کول، وخت ضایع کول دي. ''

نوموړي دغه سیاسي مشران د لوبډلې ۱۲ لوبغاړي ته ورته وبلل.

نواز شریف څه ویلي؟

نواز
د عکس تشریح، نواز شریف د متحده اپوزیسیون غونډې ته وینا کوله

له دې مخکې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پاکستاني پوځ پر مشر جنرال قمر جاوید باجوه تور پورې کړی، چې د ده حکومت نسکورولو او عمران خان واکمني لپاره یې معامله کړې.

ښاغلي شریف د پاکستاني پوځ مشر په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ده په وینا د معاملې مسوول وباله او پوښتنه یې وکړه، چې ''ملکي حکومت ته ولې د ټاکلې مودې پوره کولو اجازه نه ورکول کېږي؟ ''

نواز شریف د پنجاب ایالت په ګوجرانواله ښار کې د اپوزېسیون ګوندونو ایتلاف پاکستان دیموکراتیک خوځښت ګډې غونډې ته له لندنه د ویډیويي لینک له لارې وینا کوله.

نواز شریف وویل، ټول سیاستوال 'خاین ' بلل کېږي او له پیله پوځي دکتاتورانو د فاطمه جناح، باچا خان، شیخ مجیب الرحمان او ځینې نور سیاسي مشران 'خاین ' بللي دي. د نوازشریف په وینا:

''پاکستان کې د هېواد مینه وال هغه بلل شوي، چې اساسي قانون یې تر پښو لاندې کړی او هېواد یې دوې ټوټې کړې. ''

ښاغلي شریف د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه مخاطب کړ او ویې ویل:

''دا هر څه ستا له لاسه شوي دي. نواز شریف خاین بولې، بوله یې، فراري یې بولې، بوله یې، جایداد یې ضبط کوې، ضبط یې کړه، جعلي دوسیې یې پر ضد چمتو کوې، چمتو کوه یې، خو نواز شریف به د بېوزله خلکو غږ پورته کوي، نواز شریف به د خلکو لپاره بالاخره د رایې ورکولو حق تر لاسه کوي. ''

پاکستان
د عکس تشریح، د نهو پاکستاني ګوندونو اییتلاف پنجاب کې غونډه کړې

نواز شریف د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې مخکیني مشر او د رسنیو لپاره د لومړي وزیر عمران خان پر ځانګړي سلاکار متقاعد جنرال عاصم باجوه لګېدلي تورونه هم یاد کړل.

د پاکستاني سیاسي ګوندونو اتحاد پي ډي ایم او جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان غونډې ته په وینا کې وویل:

''موږ د پاکستاني ادارو درناوی کوو، له پوځ سره مو هېڅ شخړه نه شته، خو که د دفاع له مسوولیت پرته په سیاست کې لاسوهنه کوي، تر خپله څارنه لاندې ټاکنې تر سره کوي، مارشل لا لګوي، اساسي قانون تر پښو لاندې کوي، نو د دوی پر ضد د حق کلیمه که موږ پورته نه کړو، څوک به یې پورته کوي؟ ''

پاکستان

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه:

''په سیاست کې د ادارو لاسوهنه باید پای ته ورسېږي، دوی دې خپله تېروتنه ومني، له خلکو دې بښنه وغواړي، نو بیا خبرې کېدای شي، د هېوادونو چارې داسې پر مخ نه ځي، چې له واکه ناوړه ګټه واخیستل شي، که غواړي د هېواد چارې پر مخ لاړې شي، هره اداره باید خپل حدونه وټاکي. ''

د لومړي وزیر عمران خان حکومت پر ضد د پاکستان نهه سیاسي ګوندونو اییتلاف کړی دی. په پنجاب کې د اپوزیسیون دغه غونډه د حکومت پر ضد د تحریک پیلامه بلل کېږي.

پاکستاني پوځ د دې غونډې ګډونوالو د څرګندونو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د لومړي وزیر عمران خان کابینې وزیرانو دا یوه ناکامه غونډه بللې.

د سیاسي چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار شهباز ګیل دا غونډه د 'هند ګټو ' برخه بللې او پوښتنه کوي، چې ''د هند او شوکمارو خوځښت دریځ ولې یو دی.؟ ''