په لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو له ورانېدو وروسته فلسطینیان بې کوره شوي

Photo published by UN Office for the Co-ordination of Humanitarian Affairs showing demolished homes in the Bedouin settlement of Khirbet Humsa, in the occupied West Bank (4 November 2020)

د عکس سرچینه، OCHA

د عکس تشریح، په تصویرونو کې د مېشت ځایونو له ورانېدو وروسته پراته پاتې شوي ښکاري.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ملګرو ملتونو اسراییلي چارواکي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونو نړولو له کبله ترټلي دي.

دا په تېره یوه لسیزه کې د فلسطینیانو د مېنو تر ټولو لویه نړېدنه بلل شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، د اردن درې خیربط حمصه سیمې بدوین ابادۍ کې د ۴۱ ماشومانو په ګډون ۷۳ کسان هغه مهال بې کوره شول، چې مېشت ځایونه یې ونړول شول.

اسراییل پوځ ویلي، دغه ودانۍ په غیرقانوني توګه ودانې شوې وې.

خو ملګري ملتونه د اسراییل دغه فعالیت له نړیوالو قوانینو 'سخته سرغړونه ' بولي.

په ملګرو ملتونو کې د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې 'اوچا ' مسوولینو ویلي، د سې شنبې پر شپه اسراییلي بلډوزرو د کورونو، څارویو غوجلو، تشنابونو او لمریزې برېښنا تر لاسه کوونکو الاتو ساتنځایونو په ګډون ۷۶ مېشت ځایونه ونړول.

اسراییل چارواکي بیا خورا لږ شمېر ته ګوته نیسي او وايي، 'په یوه اجرايي فعالیت ' کې چې تر سره شوی، اووه کېږدۍ او د څارویو ساتلو اته غوجلې شاملې وې.

بل لور ته په اسراییل کې د بشري حقونو فعالانو یوې ډلې (بيتسلیم) د دې پېښې یوه ویډیو خپره کړې، چې د پېښې ځای له تروړل شویو اوسپنیزو څادرونو، ترپالونو او نورو پاتې شونو ډک ښيي.

د سیمې یو اوسېدونکی حرب ابولکباش اسراییلۍ ورځپاڼې هاریتز ته وايي:

''دا لوی ظلم دی. موږ د دوی له راتګه بې خبر وو. موږ چمتو نه وو او اوس له دغه وراني، ویجاړي سره مخامخ یو. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور ته لوېدېځه غاړه کې د ملکي چارو لپاره د اسراییلي پوځ ادارې په یوه اعلامیه کې وویل:

''هغه څه چې له منځه وړل شوي، په غیر قانوني توګه د (پلیګون - د پوځیانو نښه ویشتلو سیمه) یا روزنې په سیمه کې ودان شوي وو. ''

اوچا مسوولین وايي، خیربط حمصه چې په عربي کې یې حمصه البقیعه بولي، له هغو ۳۸ ټولنو یوه ده، چې په بشپړ ډول یا یې یوه برخه د اسراییل له لوري په ټاکل شویو 'پلیګون ځایونو ' کې مېشت دي او په لویدیځه غاړه کې له هغو خلکو دي چې خورا زیات له خطر سره مخامخ دي.

د دغې ادارې په خبره دغه ورانی، ویجاړی د 'جنیوا څلورم کنوانسونه سخته سرغړونه ده ' چې په اشغال شویو سیمو کې د ملکي خلکو خوندیتوب لپاره طرح شوی دی.

اسراییل د ۱۹۶۷ منځني ختیځ په جګړه کې لوېدیځ غاړه ونیوه.

د وروستیو هوکړو له مخې فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې محدوده خپلواکي لري او په ټول کې کنټرول اسراییل سره دی.

خیربط حمسه د فلسطینانو له واکه بهر سیمه کې موقعیت لري.

په هغو سیمو کې مېشت فلسطینیان چې اسراییل یې اداره کوي، شکایت کوي چې د ودانیزو چارو لپاره د جواز ترلاسه کولو هڅې یې ډېری وخت بې ګټې وي.