د امریکا ټاکنې؛ د رایو شمېر روان دی او ګټونکی لا هم معلوم نه دی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په ۵۹ مو ولسمشریزو ټاکنو کې لا هم ګټونکی نه دی معلوم او په برخلیک ټاکونکو ایالتونو، جورجیا، پېنسلوانیا او شمالي کارولېنا کې لا هم رایې شمېرل کېږي، خو ښکاري چې جوبایډن تر ډونلډ ټرمپ مخکې دی.
په دې ایالتونو کې د دواړو نوماندانو د رایو تر منځ واټن لږ دی، خو هغه رایې چې لا هم شمېرل کېږي، د دیموکراتانو د سیمو دي.
د پېنسلوانیا ټاکنیزو مسوولینو ویلي، د ښاغلي ټرمپ پرتله د ښاغلي بایډن د رایو شمېر ۵۵۸۷ ډېر دی او دا په داسې حال کې ده، چې د ۹۸ سلنه حوزو پایلې ترلاسه شوې دي.
په پېنسلوانیا کې د جوبایډن له مخکښتوب برالا کېدو وروسته د ډونلډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین له لوري ویل شوي 'ټاکنې لا هم پاې ته نه دي رسېدلې.
که ښاغلی بایډن په دې ایالت کې بریالی شي، سپینې ماڼۍ ته د تلو لپاره به اړین ۲۷۰ الیکټورل کالجونه ترلاسه کړي. '
په دې اعلامیه کې ویل شوي، د جوبایډن د بریا 'ناسمه ' وړاندوینه د هغو څلورو ایالتونو د رایو پر بنسټ کېږي، چې لا یې هم وروستي کېدو ته ډېر واټن پاتې دی.
په جورجیا کې ۹۹ سلنه رایې شمېرل شوې او په دغه ایالت کې هم ښاغلی بایډن مخکښ دی.
جوبایډن تېره شپه پر خلکو غږ وکړ چې ارام واوسي او خپله ډاډه ښکارید.
په سپينه ماڼۍ کې بیا تېر ماښام د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا وویل، چې دی د ټاکنو ګټونکی دی او بې اسنادو یې د ټاکنیز فساد ادعاوې بیا تکرار کړې.
اوس ټول پام پر څلورو ایالتونو اریزونا، جورجیا، نواډا او پېنسلوانیا دی، چې د رایو شمېر لا هم پکې روان دي.
دیموکراتانو په کمپاین کې پر خلکو غږ کاوه چې د پوستې له لارې رایې ورکړي، ځکه اوس د جوبایډن په پلوۍ تله درنېږي. په اریزونا کې هم جوبایډن په لږ توپیر مخکې دی، خو د ډونلډ ټرمپ په پلوۍ رایې ورو - ورو په ډېرېدو دي.
د جو بایډن لپاره امنیتي تدبیرونه زیات شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه رپوټوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ډيموکراټ نوماند جو بایډن لپاره امنیتي تدابیر زیات شول، ځکه اټکل دی چې نوموړی د جمعې په ورځ دې ټاکنو کې خپل بری اعلان کړي.
د دې رپوټ له مخې د ښاغلي بایډن له ټاکنیز مرکز سره ډېر امنیتي ماموران مېشت شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د پټې ادارې ویاند کاترین مېلهن په دې تړاو نورې خبرې ونه کړې او زیاته یې کړه، چې امنیتي مسلې بربنډولی نه شي.
د بایډن مرستیالانو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د بایډن ټاکنډله د دیلاور ایالت په وېلمېنګټن کې ده.
د شمېرلو رایو له مخې بایډن د ټاکنیز کالچ ۲۵۳ او ډونلډ ټرمپ ۲۱۴ رایې ګتلې دي.
له بلې خوا د ډونلډ ټرمپ ټاکنډلې په نواډا ایالت کې محکمې ته رسمي شکایت کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
دې ډلې څو نورو ایالتونو کې هم شکایتونه کړي، خو محکمو منلي نه دي.
د ولسمشر ټرمپ شکایتونو کې له شواهدو پرته ویل شوي: کلارک کې بې قانونه پېښې وې لکه د رایو د شمېر ځنډول او درې زره بې قانونه رایې.
دې ایالت کې د بایډن رایې ډېرې دي، خو د ټرمپ پلویان غواړي رایې وشمېرل شي، ځکه فکر کوي چې دې سره به د ټرمپ رایې ډېرې شي.
د امریکا څو برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې لا هم د نومبر درېیمې ولسمشرۍ ټاکنو د رایې شمېرل روان دي او تر اوسه د یوه کاندید بریا هم څرګنده نه ده.
اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ایالتونو کې د رایو پایلې پر سر قانوني قضیې وړاندې کړې، خو ډيموکرات سیال یې، جو بایډن، ډاډه او هيلمن دی چې مهمو ایالتونو کې یې پوره رایې ګټلې دي چې ولسمشرۍ ته به یې ورسوي.




















