اوباما: امریکا کې سیاسي او ټولنیز اختلافونه خورا ډېر شوي

اوباما

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما وايي، دغه هېواد کې له څلورو کلونو راهیسې چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو درز ډېر شوی دی.

بارک اوباما له بي بي سي سره مرکه کې وویل، سږنیو ټاکنو کې د جو بایډن بریالیتوب د دې درزونو د له منځه وړلو لپاره لومړنی ګام دی، خو زیاتوي چې یوه دوره حکومت کې دا ستونزه نه حل کېږي.

"د دې حالت بدلول به د یوه حکومت له وخت ډېر مهال وغواړي."

هغه استدلال کوي چې له دوه قطبي ټولنې سره چلن یواځې د سیاستوالو پرېکړو پورې نه تړل کېږي، بلکې د جوړښت بدلولو، د خلکو ترمنځ خبرو، د ګډو حقیقتونو پر سر هوکړې ته رسېدلو او بیا له دوی سره سم چلن کولو ته اړتیا لري.

په دا مهال نوموړی "د راتلونکي نسل اګاهانه" چلن ته ډېره هیله لري او له ځوانانو غواړي چې "محتاطانه هیلې سره د نړۍ بدلولو امکان ته هیله من اوسي" او "دغه بدلون کې رول ولوبوي. "

امریکا کې ولې درز وشو؟

جورج

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جورج فلویډ وژل کېدو پسې ټوله امریکا کې مظاهرې وشوې

ښاغلي اوباما له بي بي سي سره خبرو کې زیاته کړه، امریکا کې د ښاري او کلیوالي ټولنو ترمنځ غوسه او نارامي، کډوالي، د نابرابرۍ په څېر بې عدالتي او "لېون ډوله دسیسې تیورۍ"د دې درز سبب شوې دي.

د ښاغلي اوباما په خبره، ځینو دا د دسیسې تیورۍ د حقیقت زوال بللې، ځینې امریکايي رسنیو دا پیاوړې کړې او خواله رسنیو لوړ حد ته رسولې دي.

پخوانی ولسمشر زیاتوي: "اوس موږ کې واټن ډېر زیات شوی دی او تر هغه بېخي ډېر دی چې پر ۲۰۰۷ کال مې ټاکنو کې د ګډون پرېکړه وکړه او بیا پر ۲۰۰۸ کال بریالی شوم."

د نوموړي په اند، دا حالت تر یوه بریده له خپل سیاست سره د مرستې لپاره "اختلاف جوړولو ته د ښاغلي ټرمپ د چمتووالي له امله دی."

د نوموړي په اند، انټرنېټ کې چې "حقیقت پکې مهم نه دی" ناسم اطلاعات خپرېدل هم له دې ستونزې سره مرسته کوي.

هغه زیاتوي، میلیونونه کسان باوري وو چې ښاغلی بایډن سوسیالېسټ دی، یا یې باور درلود چې هېلري کلېنټن د هغې شیطاني ډلې غړې ده چې د ماشوم ځوروونکو کړیو سره اړیکه لري:

"بالاخره به اړ یو هغه ځای ته د ستنېدو لپاره له ځانګړو قوانینو او کاري معیارونو کار واخلو چې پکې پر ګډو حقیقتونو یوه خوله اوسو."

نوموړی زیاتوي، ټولنیز او اقتصادي فکتورونه، لکه د نابرابري زیاتېدل او د امریکا د ښاري او کلیوالي ټولنو ترمنځ اختلاف هم دې درز کې رول لري.

د ښاغلي اوباما په خبره، دا ډول مسلې برتانیا او د نړۍ نورو برخو کې هم لیدل کېږي او خلک احساسوي د اقتصادي پرمختګ پوړۍ یا ځینه یې له پښو لرې کېږي او په دې سبب غبرګون ښيي او دا باور لري چې دې یا هغې ډلې دا حالت جوړ کړی دی.

توکمیزې مسلې

ټرمپ او بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوباما وايي، جو بایډن د ولسمشرۍ ټولې هغه ځانګړې لري چې اوس امریکا کې ورته اړتیا ده

ښاغلي اوباما د امریکا د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه تاریخ جوړ کړ او نوموړی وايي، توکمیزه مسله "د امریکا تاریخ کې یو اصلي درز دی- زموږ لومړنۍ ګنا. "

لومړنۍ ګنا د عیسوي دین یو مفهوم دی چې وايي، ټول انسانان نړۍ ته د ګنا په میلان سره راځي.

امریکا کې د غلامۍ مسلې ته د اشارې پر مهال دا اصطلاح کارېږي؛ یانې غلامي داسې ګنا بلل کېږي چې د دغه هېواد له پیدایښت سره یې غوټه خوړلې او ته وا د وجود برخه یې ده او له پایلو یې نه خلاصېږي.

نوموړی د پولیسو سره د تورپوستي جورج فلویډ د وژنې په ګډون د تېر دوبي پېښې یادوي او وايي، دې پېښو ته امریکا او نړۍ کې غبرګون هم د هیلې او هم د ناهیلي سرچینه ده.