'ټرمپ د ایران پر اتومي تجهیزاتو د برید په هکله سلا مشوره کړې'

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره پنجشنبه له لوړ پوړو سلاکارانو سره د ایران پر مرکزي اتومي تجهیزاتو د برید په هکله سلا مشورې کړې. د چارواکو له قوله ویل شوي، سلاکارانو نوموړي ته ویلي، چې پوځي فعالیت به یو پراخ کړکېچ رامنځته کړي.
سپینې ماڼۍ د دې غونډې محتوا په هکله څه نه دي ویلي. دا رپوټونو له هغه یوه ورځ وروسته خپاره شوي، چې د اتومي څار نړیوالې ادارې وویل، د ایران بډای شویو یورانیمو زېرمه له هغه ۱۲ برابره ډېره ده، چې ۲۰۱۵ اتومي هوکړې له مخې یې اجازه ورکړل شوې وه.
د هغې هوکړې له مخې پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه د هغو ژمنو بدل کې نرم شوي وو، چې دغه هېواد به ثابتوي چې اتومي وسله نه چمتو کوي.
ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کې دغه هوکړه لغو کړه او له 'لویه سره یې بې ګټې ' وبلله. نوموړي پر ایران د دې لپاره دویم ځلي بندیزونه ولګول چې د دغه هېواد پر مشرانو د بلې هوکړې لپاره فشار راولي.
هغوی له داسې کولو انکار وکړ او د یورانیمو بډای کولو پرېښوولو په څېر یې د یو شمېر مهمو ژمنو له پوره کولو ډډه وکړه.
بل لور د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن چې د جنورۍ پر شلمه واک ترلاسه کوي وايي، که ایران د ژمنو پوره کولو او نورو خبرو لپاره چمتو شي، د هغې هوکړې په تړاو به بیا غور وکړي.
بل لور ته د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس تېره چهارشنبه یو رپوټ خپور کړ، چې وايي، د ایران لږ بډای شویو یورانیمو زېرمې کچه ۲۴۴۲ اعشاریه نهه کیلوګرامو ته رسېدلې چې د اتومي هوکړې له مخې له ټاکل شوې ۲۰۲ اعشاریه اته کیلوګرامه کچې ډېره لوړه ده او د تهیورۍ له مخې د دوو اتومي وسلو چمتو کولو لپاره بسنه کوي.
د نیویارک ټایمز رپوټ ښيي ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مرستیال ولسمشر مایک پینس، بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، چارسمبالي دفاع وزیر کرسټوفر میلر په ګډون لوړپوړو سلاکارانو سره د اتومي انرژۍ اژانس رپوټ ته د غبرګون په هکله سلا مشوره غوښتې.

د عکس سرچینه، 2020 MAXAR TECHNOLOGIES
د دغې غونډې په هکله معلومات لرونکي کسان وايي، ولسمشر ټرمپ د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې د ایران پر مرکزي اتومي کار ځای - چې ناتانز ته اشاره بلل کېږي، د برید په هکله معلومات ورکړي.
رپوټونو کې ویل شوي، چارواکو ولسمشر ته ویلي، چې د ایران پر ضد پوځي فعالیت به په سیمه کې پراخ کړکېچ رامنځته کړي.
یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:
''هغه سلا مشوره وغوښته، دوی سیناریو ورته وویله او نوموړي بالاخره پرېکړه وکړه، چې مخکې نه ځي. ''
بل لور ته د ایران حکومت ویاند علي ربيي د پنجشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ:
''د ایراني ملت پر ضد هر اقدام به غاښ ماتونکی ځواب سره مخامخ شي. ''
په تېره جنورۍ کې ولسمشر ټرمپ په عراق کې د یوه ډرون برید امر وکړ، چې پایله کې یې ایرانی جنرال قاسم سلیماني ووژل شو او دواړه هېوادونه له یوه بل سره جګړې ته نژدې شول.
ښاغلي ټرمپ د ایران سپاه انقلاب دغه قومندان د ده په خبره د سلګونو امریکايي پوځیانو په مړینه کې ښکېل بللی و.




















