له لویې لارې د خځنده تېرېدو لپاره پل چمتو شوی

هندي چارواکو د دغه هېواد په غرني اترکنډ ایالت کې د خځنده وو او نورو کوچنیو ځنګلي ژویو لپاره د یوې لویې لارې پر سر چې معمولاً ګڼه ګوڼه پرې خورا ډېره وي، یو کم ساری پل جوړ کړی دی.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دغه 'چاپیریال دوست ' پل له بمبو یا بانس نومي لرګي او وښو چمتو شوی دی.
له دغه ځایه تېره شوې لویه لار نینیتال نومې سیمې ته غځېدلې چې ګڼ شمېر سیلانیان ورځي او له دې مخکې خورا ډېر ژوي تر روانو موټرو لاندې شوي دي.
چارواکي اوس د پله په شاوخوا کې خځنده پرېږدي او واښه کري، چې د نورو ژویو او خځنده وو پام پله ته واوړي. په اترکنډ ایالت کې د ځنګلونو ساتنې ادارې یوه افسر چندر شیکهر جوشي بي بي سي ته وویل:
''خورا ډېر خځنده او کوچني ژوي دلته تر روانو ګاډو لاندې شوي دي. ''
نوموړی وايي اوس د پله دواړو لوریو ته کمرې ځای پر ځای شوې دي، چې د ژویو تګ راتګ وڅارل شي.
بل لور ته په داسې حال کې چې چارواکي دغه پله ته د ژویو پام اړولو ته هیله من دي، پل پخپله د سیلانیانو لپاره د پاموړ ځای شوی او ډېری کسان له دغه ځایه د تېرېدو پر مهال له پل سره سیلفي تصویرونه اخلي.

د ځنګله ساتنې ادارې یوه افسر انډین ایکسپریس نومې ورځپاڼې ته وویل:
''دا خورا ګڼ ځنګل دی. فیلان، پړانګان، هوسۍ او ځنګلي غوايان هم دلته ګرځي، خو موټر چلوونکي معمولاً دغسې لوی څاروي له یو څه لېرې واټنه هم لیدلای شي، چې موټر ورو کړي یا ودرېږي، خو دا ګرانه ده، چې ټول موټر چلوونکي به ماران، کربوړي، یا چرمښکۍ هم وویني. ''
چارواکي هیله من دي، چې دغه پله سره به د کوچنیو ژویو او خځنده وو په هکله عامه پوهاوی هم ډېر شي او په خوندي ساتلو کې به یې هم مرسته وشي.




















