'ګورېلا نجونې'؛ چې د هنر نړۍ یې بدله کړه

د ویډیو تشریح، 'ګورېلا نجونې'؛ چې د هنر نړۍ یې بدله کړه
د خپرېدو وخت

په ۱۹۸۵ کې ځینو نا پېژاندې هنرمنې ښځې نیویارک کې د ګورېلا ماسکونو کې راڅرګندې شوې او د ښار د موزیمونو او نګارستانونو پر دېوالونو یې پوسټرونه ولګول. دا د هغه کمپاین یوه برخه وه چې غوښتل یې په هنر کې ښځو ته د استازیتوب ډېره ونډه ورکړل شي. دوې فعالانې چې ځانونه یې 'فریډا کاهلو' او 'کتي کولویټز' په نومونو معرفي کړي، بي بي سي ته د خپل دغه ار په اړه غږېدلي دې.