جو بایډن په ګاراج کې د پوځیانو ويده کېدو له کبله بښنه غوښتې

Members of the National Guard rest in the Capitol Visitor Center on Capitol Hill in Washington, DC, USA, 22 January 2021

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د هغو تصویرونو له خپرېدو وروسته بښنه غوښتې چې د ملي ګارد امنیتي ځواک یو شمېر سرتېري د موټرو درولو په ځای کې ویده پکې ښکاري.

روانه میاشت د تاوتریخوالي له پېښو وروسته په واشنګټن ډي سي سیمه کې ۲۵ زره پوځيان د امنیت خوندیتوب لپاره ځای پر ځای شوي.

د کانګرس ودانۍ ته د وکیلانو له ستنېدو وروسته د دې پوځیانو داسې تصویرونو خپاره شوي چې د ځای نه لرلو له کبله د موټرو درولو په یوه ګاراج کې پراته دي.

د دې تصویرونو له خپرېدو وروسته یو شمېر سیاستوالو غوسه څرګنده کړې او د ځینې ایالتونو ګورنرانو یا والیانو پوځیان بېرته غوښتي دي.

د امریکايي رسنۍ رپوټونو کې ویل شوي، ښاغلی بایډن د جمعې پر ورځ د ملي ګارد له مشر سره په دې تړاو غږېدلی، بښنه یې غوښتې او له هغه یې وړاندیز غوښتی چې څه باید وشي.

لومړۍ مېرمن جیل بایډن هم له یو شمېر پوځیانو سره لیدلي، مننه یې ترې کړې او د ډالۍ په توګه یې له سپینې ماڼۍ بسکټ وروړي دي.

د کانګرس ځینې غړو په ګډون یو شمېر سیاستوالو بیا له دې کبله اندېښنه څرګنده کړې چې دغه پوځیان له څو ورځو راهیسې په داسې حال کې چې د تشناب غوندې اسانتیاوې هم نه لري، د موټرو لوګو ته په تیارسئ حالت کې تېروي.

Members of the National Guard rest in the Capitol Visitor Center on Capitol Hill in Washington,

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د تصویرونو له خپرېدو وروسته هم پوځیان د کانګرس ودانۍ پر غولي د خوب په حال کې لیدل شوي

له دې سره هممهاله د کورونا وېروس خپرېدو اندېښنې هم څرګندې شوې دي.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندونو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پورې پوځیانو د کورونا معاینه مثبته وه، خو د ۲۵۰۰۰ ځای پر ځای شویو پوځیانو له ډلې دغه کم شمېر هم برالا نه ده تایید شوی.

له کانګرس ودانۍ د پوځیانو ایستلو په هکله هم متضاد رپوټونه خپاره شوي. د ملي ګارد یوه ویاند امریکايي رسنیو ته ویلي، ودانۍ ته د کانګرس غړو له ستنېدو وروسته د کاپیټول پولیسو په غوښتنه د 'پلونو ډېرېدو ' له کبله د پنجشبې پر ماسپښین دوی له دې ځایه وتلي دي.

د کاپیټول پولیسو چارسمبالې مشرې یوګاناندا پټمان بیا داسې حال کې چې له ایسوشیټیډ پریس اژانس سره خبرو کې دوو افسرانو د دې له قوله څرګند ونې کړې، وروسته وویل، د دوی ادارې ملي ګارد ته د کانګرس ودانۍ د وتلو په هکله څه نه دي ویلي.

د پنجشنبې پر ورځ پوځیانو ته اجازه ورکړل شوه چې کانګرس ودانۍ ته ستانه شي او دا پرېکړه بېرته واخیستل شوه.