د پاکستان پارلمان لومړي وزیر عمران خان ته د باور رایې ورکړه

لومړي وزیر عمران خان د باور رایې ترلاسه کولو وروسته د خپل هېواد پارلمان غړو مننه وکړه.

د عکس سرچینه، Twitter/@NAofPakistan

د عکس تشریح، لومړي وزیر عمران خان د باور رایې ترلاسه کولو وروسته د خپل هېواد پارلمان غړو مننه وکړه.
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن د خپل هېواد قومي اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په خپلولو، باور ګټلی دی. ده ټولټال ۱۷۸ رایې وګټلې، او بيا يې خپله وينا کې وويل، سېنېټ يا مشرانو جرګه کې له څوکۍ بايللو وروسته د باور رايې په ګټلو یې ښه احساس کړی دی.

عمران خپلو خبرو کې پر مخالفو ګوندونو نيوکې وکړې. د پاکستان مخالفو ګوندونو ټلوالې پي ډي اېم، مشر مولانا فضل رحمان، د قومي اسمبلۍ ووټ ته په اشارې ويلي يو وار يې له ناباوری وروسته بيا باور ګټلی دی، او ګنې دوی نه دا ناسته مني او نه یې په ترڅ کې د باور رايه ورکېدل مني.

ده وويلي دا د ولسمشر واک دی، چې د باور رایې لپاره له خپل ځانه غونډه وغواړي.

د پاکستان قومي اسمبلۍ نننۍ غونډه کې د مخالفو ګوندونو کوم غړی نه و، ځکه له دې غونډې سره یې پرېکون اعلان کړی و.

لومړي وزير عمران خان د سېنېټ ټاکنو کې د پلازمېنې څوکۍ له بايللو وروسته له قومي اسمبلۍ د باور اخيستو پرېکړه وکړه.

د اپوزېسیون ګوندونو پي ډیم ایم په نامه اییتلاف مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې ورځې پر ماښام په پارلماني غونډه کې د ګډون نه کولو اعلان وکړ.

د پاکستاني سنا په ټاکنو کې د پلازمېنې اسلام اباد مهمې څوکۍ لپاره د واکمن ګوند یو شمېر غړو په ظاهره حکومت پلوي کاندید عبدالحفیظ شیخ ته رایې ورنه کړې او له هغه وروسته لومړي وزیر عمران خان سملاسي اعلان وکړ چې له پارلمانه به د باور رایې ترلاسه کوي.

د مولانا فضل الرحمان په وینا د سنا ټاکنو کې د یوسف رضا له بریالیتوب سره پر لومړي وزیر عمران خان بې باوري څرګنده شوه.

له دې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون د سنا ټاکنو پر پایلو د لومړي وزیر خان اعتراضونو ته سخت غبرګون څرګند کړی.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون د جمعې ورځې په غونډه کې د دې ادارې چارواکو د سنا ټاکنو کې د روڼوالي په تړاو د لومړي وزیر او فدرالي وزیرانو څرګندونې رد کړې.

د مولانا فضل الرحمان په وینا د سنا ټاکنو کې د یوسف رضا له بریالیتوب سره پر لومړي وزیر عمران خان بې باوري څرګنده شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مولانا فضل الرحمان په وینا د سنا ټاکنو کې د یوسف رضا له بریالیتوب سره پر لومړي وزیر عمران خان بې باوري څرګنده شوه.

د یادونې ده چې د پنجشنبې پر ورځ لومړي وزیر عمران خان پاکستانیانو ته په یوه وینا کې د خپل هېواد پر ټاکنو کمېسیون تور پورې کړ، چې د ده په وینا جمهوریت او اخلاقیاتو ته یې زیان اړولی دی.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونو هڅه کړې چې د سنا یا مشرانو جرګې په ټاکنو کې حکومتي غړي د ځان ملګري کړي او ثابته کړي چې تحریک انصاف ګوند محبوبیت له لاسه ورکړی.

د پنجشبې ورځې پر ماښام پاکستانیانو ته وینا کې ښاغلي خان وویل، اپوزېسیون هدف دا و چې د سنا ټاکنو له پایلو کار واخلي او د ده 'د حکومت سر ته د بې باورۍ توره ونیسي. '

ښاغلي خان د خپل هېواد پر ټاکنو کمېسیون هم نیوکه وکړه او په وینا یې د 'سري رایو کارولو له لارې یې مجرمان وژغورل. '

ګیلاني شیخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پلازمېنې اسلام اباد پر څوکۍ د حکومتي کاندید عبدالحفیظ شیخ (کیڼ اړخ ته) پر وړاندې پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني بریا تر لاسه کړه.

د جمعې پر ورځ د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر سکندر سلطان راجه په مشرۍ له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، ''هر کس او سیاسي ګوند باید د ماتې منلو جذبه ولري. ''

دغه اداره وايي، دوی نه مخکې د چا فشار منلی او نه به یې راتلونکي کې ومني.

د مارچ دریېمې په ټاکنو کې د پلازمېنې اسلام اباد پر څوکۍ د حکومتي کاندید او د لومړي وزیر سلاکار عبدالحفیظ شیخ پر وړاندې پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني بریا تر لاسه کړه.