د موزمبیک جګړه؛ امریکايي ځواکونه هلته څه کوي؟

موزمبیک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د موزمبیک او امریکا ترمنځ هوکړه شوې چې امریکايي ځواکونه د موزمبیک سرتېري د الشباب ملیشې سره جګړې لپاره وروزي.
د خپرېدو وخت

د موزمبیک په شمالي ولایت کابو دیلګاډو کې د وسله والو په بریدونو کې ډېروالي د دغه هېواد حکومت اړ کړی چې د توندلارو وسله والو پر ضد خپله ستراتیژي له سره و ارزوي.

په دې سره امریکايي پوځي سلاکارانو ته بلنه ورکړل شوې چې هلته په دې جګړه کې له دولتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د امریکايي پوځیانو رول څه دی؟

په دې تړاو د موزمبیک او امریکا ترمنځ هوکړه د دې لپاره شوې چې امریکايي ځواکونه د موزمبیک سرتېري د الشباب ملیشې پر وړاندې جګړې لپاره وروزي.

باور دا دی چې دغه ډله له اسلامي دولت (داعش) سره اړیکه لري.

موزمبيک کې د امریکا سفارت د مارچ پر ۱۵ مه ویلي: "د امریکا د ځانګړو عملیاتو ځواکونه ... به د موزمبیک د هڅو ملاتړ وکړي چې د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او سخت دریځۍ د پراخېدو مخه ونیسي. "

د وسله والې جګړې د سیمو او پېښو د مالوماتو د پروژې، چې د نړۍ په کچه سیاسي تاوتریخوالی څاري، تحلیل کوونکې یاسمین اوپرمن وايي: " دا ښکاره ده چې امریکا متحد ایالتونه د خپل نفوذ د پراخېدو هڅه کوي. "

نوموړې زیاتوي چې دا یوه پیچلې سیمه ییزه جګړه ده.

امریکا د مارچ پر لسمه نېټه موزمبیک کې الشباب ډله د بهرني ترهګر سازمان په توګه اعلان کړه او دا ډله یې د اسلامي دولت ډلې یوه څانګه وبلله.

پورتګال هم چې موزمبیک یې پخوانۍ مستعمره ده، د دغه هېواد د پوځ روزنې ته ژمنتیا ښودلې.

د پورتګال یو چارواکي وویل: "موږ به شاوخوا ۶۰ روزونکي موزمبيک ته د دې لپاره واستوو چې هلته سمندري ځواکونو او کمانډویانو ته روزنه ورکړي. "

اجیر ځواکونه

د ځواکونو د روزنې بهیر

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم د موزمبېک دولت د هغوی د حضور په تړاو محتاطانه خبرې کوي، خصوصي/شخصي وسله وال قراردادیان هم د امنیتي ځواکونو ترڅنګ په دغه سیمه کې عملیات کوي.

د۲۰۱۹ کال په لومړیوکې، روسي اجیر ځواکونه چې د واګنیر په نوم فعالیت کوي، په دغه سیمه کې ښکېل وو.

په افریقا کې د روسیې موخې څه دي؟

باور دا دی چې د موزمبیک حکومت په دې وروستیو کې سویلي افریقا کې میشتې ډایک مشورتي ډلې ته بلنه ورکړې چې د وسله والو پر ضد جګړه کې ور سره مرسته وکړي.

په کابو دیلګاډو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د بښنې نړیوال سازمان یو وروستی راپور ښيي چې دغه ډله او دولتي ځواکونه او همداراز نور وسله وال کسان په غیر قانوني ډول د ملکیانو په وژلو کې لاس لري.

دغه ډله وايي، پر دوی لګېدلي تورونو په اړه پلټنې کوي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د یو مرکز جګپوړې غړې امیلیا کولمبو وايي، "کله چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه تورونه اورئ چې شخصي امنيتي قراردادیان پکې ښکېل دي، پر دولت یې منفي اغیز ډېر دی. "

همداراز د دغو شخصي قراردادیانو د اغیزمنتوب په اړه اندېښنې هم موجودې دي.

د ترهګرۍ پر ضد امریکايي سرپرست همغږی کوونکی جان ګاډفرې وايي د اجیرو ځواکونو ښکېلتیا د موزمبیک له دولت سره د هغه ګواښ مخنیوي کې د پام وړ مرسته نه ده کړې چې پوځ یې ور سره مخامخ دی".

جګړه له څه رامنځ ته شوې؟

موزمبیک کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، موزمبیک کې دا بې ثباتې د دې لامل شوې چې ګڼ شمیر خلک خپل کورونه پرېږدي.

کابو دیلګاډو کې له ډيرې مودې راهیسې بې ثباتې دوام لري، خو د اسلام پاله وسله والو لخوا د تاوتریخوالي وروستۍ څپه په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوه.

د طبیعي ګازو له سرچینو په دغه بډایه ولایت کې د بې وزلۍ کچه لوړه ده او ځمکې او دندو ته د نه لاسرسۍ له اړخه پکې سخت شکایتونه ډېر کېږي.

اوس دغه ولایت کې د ګازو په تړاو د انرژۍ له څو نړیوالو کمپنیو سره په همکارۍ څېړنې روانې دي.

داسې ښکاري چې وسله والو هم په دغه ولایت کې او هم له بهر څخه خلک خپلو لیکو ته جذب کړي وي.

املیا کولمبو وايي: "زه په دې اړه چې دوی څرنګه خپلې لیکې پراخوي ویلی شم چې د دوی په لیکو کې جذب په چټکۍ سره روان دی."

هغه زیاتوي چې "موږ داسې راپورونه تر لاسه کړي چې کابو دیلګاډو ته په لاره له ځوانانو ډکې بېړۍ نیول شوې دي. "

د وسله والې جګړې د سیمو او پېښو د مالوماتو پروژې د ۲۰۲۰ کال له جنوري تر ډیسمبر پورې په دغه ولایت کې د تاوتریخوالي له ۵۷۰ ډیرې پېښې ثبت کړې دي.

په دغو پېښو کې د وژنو، سر پرې کولو، سړي تښتونې او وسله وال بریدونه شامل دي.

تر ټولو ناوړه او خونړۍ پېښه پکې د فوټبال په لوبغالي کې له ۵۰ کسانو د سرونو پرې کولو وه.

د بشري حقونو ډلو وسله والو لخوا د موزمبیک په شمال کې د پراخو ویجاړیو راپورونه ورکړي دي.

دا بې ثباتې د دې لامل شوې چې ګڼ شمیر خلک خپل کورونه پرېږدي.

د بشردوستانه چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، د ۲۰۲۰ کال تر پایه په کابو دیلګاډو، نیاسا او نامپولا ولایتونو کې نږدې ۶۷۰ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي