پاکستان کې کورونا؛ د ۱۰۰ کسانو مړینه دریمه څپه کې نوی ریکارډ وبلل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د کورونا وېروس درېیمه څپه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان چې پخپله هم څه موده وړاندې په دغه وېروس اخته شوی، دا څپه "ډېره خطرناکه" بللې ده.
هغه په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي "پاکستان بیا له کورونو د خلکو پر وتلو د بندیز لګولو توان نه لري" او لارښونه یې کړې چې خلک دې روغتیايي سپارښتنې عملي او په ځانګړې توګه ماسک حتمي وکاروي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د رسمي شمېرو له مخې پرون دوشنبه (د مارچ ۲۹مه) دغه هېواد کې د کورونا وېروس ۴۰۴۸ نوې پېښې ثبت او سل کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
دا دې وبا د درېیمې څپي له پيل راهیسې پاکستان کې په یوه ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله تر ټولو ډېره مړینه ده.
چارواکي وايي ۹۲ کسانو روغتونونو او ۸ نورو خپلو کورونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر ټولو ډېر کسان پنجاب او ورپسې خیبرپښتونخوا کې مړه شوې دي.
د چارواکو کورونا او غبرګونونه
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان وروسته تازه د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي او دفاع وزیر پرویز خټک هم ویلي چې دا وېروس ور رسېدلی دی.
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کورونا لومړی ډوز واکسین یې کړی او ټاکلې وه دویم ډوز راتلونکې اوونۍ وکړي.
هغه خلکو ته سپارښتنه کړې چې د خوندیتوب لپاره ډېر احتیاط وکړي.
له دې سره د پاکستان دفاع وزیر او د خیبرپښتونخوا پخواني اعلی وزیر پرویز خټک هم ویلي چې د کورونا معاینه یې مثبته ختلې ده.
په ورته وخت کې ویل شوي د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر حفیظ شیخ هم چې وړمه ورځ له دندې ګوښه شو، په کورونا اخته شوی دی.
پاکستان کې په کورونا د جګپوړو چارواکو اخته کېدو نیوکې او غبرګونونه هم راپورته کړي دي.
په دې لړ کې د سند ایالتي حکومت ویاند مرتضی وهاب ویلي: " لومړی وزیر او د مرکزي حکومت وزیران پخپله ماسک نه کاروي، نو له عامو خلکو څه تمه کېدای شي."
هغه د کورونا وبا د درېیمې څپې په تړاو د عمران خان وروستي ویډیويي پیغام ته په اشارې زیاته کړې: "خان صیب ۱۳ میاشتې وروسته ښه پیغام ورکړی، خلک دې په دې خبره پوه شي چې کله کپتان ته تکلیف ورسېده نو اوس پخپله وايي چې دا وېروس خطرناک دی."
د وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوي ګامونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتي حکومتونو دغو ایالتونو کې د کورونا وېروس د درېیمې څپې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځینې ګامونه اعلان کړې دي.
د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار اعلان کړی، چې د دغه ایالت په ډېرو اغېزمنو شویو سیمو کې به د اپرېل له لومړۍ نیټې جزوي بندیز لګول کېږي.
د نوموړي په خبره، د ودونو مراسم او ټولنیزې غونډې بندېږي، عامه ترانسپورت درېږي، پارکونه او رستورانتونه تړل کېږي:
"هټۍ به اوونۍ کې دوه ورځې تړلې وي، سوداګریزو راکړو ورکړو ته د ماښام تر ۶ بجو د کار اجازه ده او دا راز ټولو ښوونیزې ادراې به تړلې وي."
د خیبرپښتونخوا حکومت هم دغه ایالت کې په پرله پسې ډول د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو له ډېرېدو وروسته خلکو ته له کورونو د وتلو پر مهال د روغتیايي سپارښتنو د عملي کېدو لارښونه کړې ده.
چارواکو ویلي له ماسک پرته بازار کې په ګرځېدو تر یوې میاشتې بندیز دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.
پاکستان کې د کورونا

د عکس سرچینه، Reuters
د کورونا وبا له پیل راهیسې پاکستان کې د دغه وېروس ۶۶۳ زره ۲۰۰ پېښې ثبت او په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ۱۴ زره ۳۵۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.
تر ټولو ډېرې ۶۳۱۹ مړینې په پنجاب کې ثبت شوې دي.
همدا تېره ورځ (د مارچ ۲۹مه) هم دغه ایالت کې د کورونا له کبله د ۷۳ کسانو د مړینې خبر ورکړ شو.
د مارچ پر ۲۹مه ټول پاکستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۱۰۰ کسانو مړینه ثبت شوې.
تر دې وړاندې دغه هېواد کې تېر کال د جون په ۱۹مه د کورونا وبا د لومړۍ څپې پر مهال په یوه ورځ د ۱۵۳ او د تېر ډسمبر پر ۲۳مه د دویمې څپې پر مهال په یوه ورځ د ۱۱۱ کسانو مړینه ثبت شوې وه.



















