کورونا وېروس: نړيوالو مشرانو د وبا په اړه د یوه تړون غوښتنه کړې

Merkel, Johnson and Macron

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني صدراعظمې اود فرانسي ولسمشر په ګډون دغو مشرانو ویلي، له دویمې نړېوالې جګړې راهیسې کوویډ-۱۹ ترټولو ستره نړیواله ننګونه ده.
د خپرېدو وخت

د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن او یوشمېر نور مشران وايي، د نويو روغتیايي کړکېچونو لپاره باید هېوادونه په خورا لوړه همغږۍ په ګډه کار وکړي. لومړی وزیر بوریس جانسن او له شلو ډېر نور نړېوال مشران وايي د راتلونکو احتمالي نړېوالو وبا ګانو پر وړاندې د چمتوالي لپاره باید یو نړیوال تړون رامنځته شي.

د جرمني صدراعظمې اود فرانسي ولسمشر په ګډون دغو مشرانو د ورځپاڼو په یوې مقالې کې ویلي، له دویمې نړېوالې جګړې راهیسې کوویډ-۱۹ ترټولو ستره نړیواله ننګونه ده.

هغوی وايي، دغې وبا وښوده ترهغو چې ټول خوندي نه وي هېڅوک هم خوندي نه دي.

د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر، کواسي کوارتینګ، ویلي د دې لپاره چې بریتانیا وکولای شي نورو هېودادونو ته واکسینونه واستوي باید د واکسینونو اضافي زېرمې ولري.

د بریتانیا په ډېلي ټلګراف ورځپاڼې، د فرانسې په لوموند او د اسپانیا په اېلپېس ورخپاڼه کې، د نړۍ ۲۴ مشرانو استدلال کړی چې د راتلونوکو احتمالي نړېوالو وباګانو لپاره باید د نړېوالې همکاري داسې یو تړون رامنځته شي لکه چې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته شوی و.

د روغتیا د نړېوال سازمان مشر، ډاکټر تېدروس ادهانم ګېبریاسوس، وايي: هغه مهال، له دوو نړېوالو جګړو وروسته، سیاسي مشران سره راټول شول او ګڼ اړخیزه سیستم یې جوړ کړ.

موخې یا هدفونه یې روښانه و: چې هېوادونه سره راټول کړي، چې د انزوا غوښتنې او ناسیونالیزم تلوسې له منځه یوسي، اوله هغو ننګونوسره مقابله وکړي چې یواځې د پېوستون او همکارۍ په روحیې سره په ګډه بریالۍ کېدای شي- لکه سوله، خیر ښېګړه، روغتیا او امنیت.

دغه مشران وايي هېوادونه باید اوس له همدې روحیې سره ځان چمتو کړي او د همغږۍ له خورا لوړې کچې سره راتلونکې احتمالي نړېوالې وباګانې له وړاندې اټکل کړي، مخه یې ونیسي، کشف یې کړي، ویې ارزوي او په اړه یې په اغېزمنه توګه غبرګون وښيي.

دوی وايي، یو نوی تړون به مرسته وکړي داسې یو لاښه سیستم جوړشي چې د راتلونکو احتمالي وباګانو پروړاندې خلک ژر خبرتیا ومومي، او هم به د معلوماتو شریکول، د واکسینونو اود خوندیتوب وسایلو وېشل اسانه کړي.

هغوي وايي، ښايي نورې وباګانې او ستر روغتیايي ناورینونه راپېداشي. هیڅ یو ځانګړی دولت او ګڼ اړخیزه سازمان به ونه شي کولای په یواځې ډول دداسې ګواښونو سره مقابله وکړي. پوښتنه دا نه ده چې داسې ناورین به رامنځته شی که نه، پوښتنه داده چې کله به رامنځته شي.

Prime Minister Boris Johnson at a Downing Street briefing

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، لومړی وزیر بوریس جانسن او نور مشران هېوادونه باید اوس له همدې روحیې سره ځان چمتو کړي

د کوویډ-۱۹ وبا د ټولو لپاره یوه څرګنده او دردناکه یادونه ده چې هیڅوک به ترهغو خوندي نه وي چې ټول خوندي نه شي.

هغوی دا هم ویلي: چې کوويډ-۱۹ زموږ له کمزوریو او اختلافونو ګټه واخیسته، موږ باید فرصت له لاسه ورنه کړو او د داسې یوې سوله ییزې همکارۍ په خاطر چې له اوسني کړکېچ نه اخوا هم پراختیا ومومي، د یوې نړیوالې ټولنې په توګه سره راټول شو.

د کوويډ-۱۹ لپاره د رغتیا د نړېوال سازمان یوځانګړي استازي، ډاکټر ډېوېډ نبارو، بي بي سي ته وویل له یوډول ځانګړي اقدام پرته به تر ۲۰۲۲ پورې ټوله نړۍ واکسین نشي.

هغه وویل پدې موده کې به د ویروسونو د راز راز بڼو سره هرډول ستونزې رامنځته شي، او لکه چې مشران هم وايي دا ستونزه ډېره ستره ده او موږ باید ورسره په ګډه مقابله وکړو.

د دوشنبې پرورځ بریتانیا کې ځېنې بهرني ورزشونه لکه ټینېس پېل شول

د نړېوالو مشرانو دا ګډه مقاله په داسې حال کې خپره شوې چې د واکسینونو پر سر د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي. اروپايي ټولنه غواړي په خپلو غړو هېوادونوکې د تولید شويو واکسینونو د صادرولو په اړه ټینګ کنټرولونه رامنځته کړي.

بریتانیا او د روغتیا نړيوال سازمان د واکسینونو د صادرولو پروړاندې د بندیزونو لګولو پرضد خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې د درملو جوړولوپرشرکتونو - لکه استرازينېکا - ملامتي اچوي چې ولې یې د واکسین هغه اندازه دوی ته نه ده لېږدولې چې ژمنه یې کړې وه.

Two people playing tennis outdoors

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، انګلستان کې اوس خلکوته اجازه ده چې له کورونو راووځی، په ازاده فضاکې ورزشي ځایونه، لکه د لامبو حوضونه، د ټینېس او ګولف ورزشځایونه، بیا پرانیستل شوي او په ودونو کې هم یوټاکلی شمېر خلک راټولېداېشي.

استرازينېکا دا ادعا ردوي او وايي د خپل قرارداد ژمنې یې نه دي تر پښو لاندې کړي.

د دوشنبې پرورځ د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل د نوا واکس واکسین په لسګونو میلیونه ډوزه به د انګستان په شمال ختیځ کې تولید او بسته بندي شي.

لومړي وزیر وویل، د درملو جوړولو شرکت، ګلاکسو سمېټ کلاین، سره یوه هوکړه شوې ده چې د برنارډ کاسل په سیمه کې به د نوا واکس واکسین ۶۰ میلیونه ډوزه په بوتلونو کې چمتو کړي.

‍مخکینی پلان داو چې د بوتلونو ډکولو او بشپړولو پروسه به- چې واکسینونه په بوتلونو کې اچوي او بسته بندي کوي یې - په اروپا کې ترسره کېږي.

د نوا واکس واکسین اوس د بریتانیا د درملو او روغتیا پالنې د محصولاتو د تنظیم ادارې لخوا ارزول کېږي.

لومړي وزیر داهم ویلی چې هېواد کې د واکسین کولو د پراخ پروګرام سره سره ، بریتانیا نه پوهېږي چې د کوېد-۱۹ دیوې بلې څپې پر وړاندې به ددې هېواد دفاعي سیستمونه څومره پیاوړې وي.

هغه دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې هېواد کې د کووېډ-۱۹ پرضد محدودیتونه نرم کړل شوي، په انګلستان کې اوس خلکوته اجازه ده چې له کورونو راووځی، له کوره بهر په محدود شمېر یو له بله سره وګوري، په ازاده فضاکې ورزشي ځایونه، لکه د لامبو حوضونه، د ټینېس او ګولف ورزشځایونه، بیا پرانیستل شوي او په ودونو کې هم یوټاکلی شمېر خلک راټولېداېشي.