چلوونکي روان ریل ګاډی پرېښی، تشناب ته تللی

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په جاپان کې د یوه خورا چټک روان ریل ګاډي چلوونکي ته ښايي له دې کبله سزا ورکړل شي، چې د څو دقیقو لپاره د ریل ګاډي چلولو پر ځای تشناب ته تللی و.

دغه ډرېور په یوه ساعت کې د ۱۵۰ کیلومتره په سرعت روان ریل ګاډی یوه کنډیکټر ته سپارلی و، چې د ریل ګاډي چلولو لایسنس یا جواز نه لري.

رپوټونو کې ویل شوي، د پېښې پر مهال په هیکاري ۶۳۳ نومي دغه ګاډي کې ۱۶۰ کسان ناست وو او د ګاډي د سفر پر وړاندې کوم خنډ نه دی رامنځته شوی.

ریل ګاډي کمپنۍ د پېښې رپوټ چارواکو ته ورکړی او بخښنه یې غوښتې ده.

د مرکزي جاپان ریل کمپنۍ 'جې ار سنټرل ' مسوولین وايي، پېښه په مرکزي شیزوکا سیمه کې د یکشنبې پر ورځ ګهیځ مهال شوې ده.

د ۳۶ کلن ریل چلوونکي په هکله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویل کېږي چې معدې یې درد کاوه او ژر یې تشناب ته د تلو اړتیا درلود.

د ریل کمپنۍ مسوولین وايي، چلوونکي د ریل واګې کنډکټر ته سپارلې او د دریو دقیقو لپاره د سپرلیو یوه واګون کې تشناب ته تللی و.

د کمپنۍ اصول وايي، که چلوونکی ناروغ وي، باید سملاسي د ټرانسپورټ کنټرول مرکز ته خبر ورکړي.

دوی اجازه لري چې د ریل واګې کنډکټر ته وسپاري خو داسې هله کېدای شي چې کنډکټر د ریل چلولو لایسنس ولري. د کمپنۍ یوه لوړ پوړي مسوول کس ماسا هیرو خبریالانو ته وویل: دا خورا ناوړه عمل و. موږ بخښنه غواړو.

جاپان کې د ریل ګاډي چلن د خوندیتوب پر اصولو برابر دی او د دغه هېواد ریل ګاډي نظام له همدې کبله شهرت لري.

په جاپان کې د ریل ګاډو پېښې په نشت حساب دي. وروستی ځل ۲۰۰۵ کې د جاپان په اماګاساکي سیمه کې یو ریل ګاډی له پټلۍ کوز شو، چې پایله کې یې ۱۰۷ کسان وژل شوي وو.

د شینکانسین په نامه د جاپان بلټ ټرین په نامه د ریل ګاډي شبکه په خپل ۵۷ کلن تاریخ کې هېڅ یوه پېښه هم نه لري.