چینايي سړي ۲۴ کاله وروسته خپل ورک شوی زوی وموند

د عکس سرچینه، WEIBO
یوه چینايي سړي خپل تښتول شوی زوی ۲۴ کاله وروسته تر هغه وموند چې پر ټول هېواد تر ۵۰۰ زره کیلومتره ډېر واټن یې د هغه د موندلو په لټون کې پر موترسایکل وواهه.
د ګوا ګېنګټنګ زوی په دوه کلنۍ کې په سنګ ډونګ ولایت کې د دوی د کور له مخې نه د انسانانو قاچاق کوونکو تښتولی و.
ګوا ګېنګټنګ د خپل زوی په لټون کې په ټول هېواد کې پر موټرسایکل ګرځېده او له ۵۰۰ زرو کیلومترو نه ډېر واټن یې وهلی دی.
د نوموړي د زوی د ورکېدو پر کیسې په ۲۰۱۵ کال کې یو فلم هم جوړ شو چې د هانګ کانګ مشهور فلم ستوري انډي لیو په کې رول لوبولی دی.
د چین د عامه امنیت وزارت چارواکي وايي پولیس توانېدلي وو چې د ښاغلي ګېنګټنګ د زوی هویت د ډي اېن اې له ازموینو معلوم کړي.
د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې پولیسو د ښاغلي ګېنګټنګ د زوی د تښتولو په تړاو دوه مشکوک کسان وروسته ونیول چې یوه یې ښځه وه.
د چینايي رسنیو د رپوټونو له مخې دغو دوو مشکوکو کسانو د ماشوم د تښتولو او خرڅولو نیت درلود.
د ګېنګټنګ زوی څنګه ورک شو؟
مشکوکې ښځې چې نوم یې یوازې ټنګ یاد شوی د ښاغلي ګېنګټنګ زوی د خپل کور له مخې نه د بسونو تم ځای ته بېولی و چېرې چې د هو په نامه ملګری یې ورته په انتظار و.
دغه جوړه له هغه ځایه ګاونډي هینن ولایت ته تللې وه او ماشوم یې هلته پلورلی و.
سیمه ییزې رسني وايي د ښاغلي ګېنګټنګ زوی په همدې ولایت کې ژوندی وموندل شو.
ښاغلي ګېنګټنګ ویلي "اوس چې مې زوی وموندل شو، له دې وروسته به هره خوښي بښونکي وي."
۵۰۰ زرو کیلومترو ډېر سفر
وروسته له هغه چې د ښاغلي ګېنګټنګ زوی په ۱۹۹۷ میلادي کال کې وتښتول شو هغه د خپل زوی د لټون په موخه د چین ۲۰ ولایتونو ته پر موټرسایکل سفرونه وکړل ګوندې خپل زوی ومومي.
د دې سفر پرمهال په ترافیکي پېښو کې د هغه هډوکې مات شوي او پر لویو لارو یې له غلو سره شخړې هم کړې دي.

په دې څه باندې ۵۰۰ زره کیلومتره سفرونو کې د هغه څو موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
نوموړی وايي پر موټرسایکل به د خپل زوی له تصویر سره ګرځېده او د خپل ژوند ټول شته یې د خپل زوی پر موندلو لګولي دي.
هغه وايي "ډېر ځله به د پلونو لاندې ویده کېدم او کله چې به پېسې راسره خلاصې شوې نو له خلکو به مې سوال کاوه."
ښاغلی ګېنګټنګ د خپل زوی د لټون پرمهال په چین کې د ورکو شویو کسانو د سازمان غړی هم شو او لږ ترلږه یې د ۷ تښتولو شويو ماشومانو په موندلو او له کورنیو سره د هغوی په یوځای کولو کې مرسته وکړه.

کله چې د ښاغلي ګېنګټنګ د زوی د موندل کېدو خبر خپور شو خلکو چینايي رسنیو ته د ښاغلي ګېنګټنګ د ملاتړ په خاطر بې شمېره پیغامونه واستول.
یوه سړي په خپل پیغام کې لیکلي "ډېرو نورو میندو او پلرونو ښايي ډېر پخوا د خپلو بچیانو له لټون نه لاس اخیستی وای، خو ښاغلي ګېنګټنګ حیرانونکی دی او زه ډېر خوښ یم چې زوی یې پیدا شو."
د یادونې وړ ده چې په چین کې د ماشومانو تښتول او قاچاق داسې یوه ستونزه ده چې له څو لسیزو راهیسې شته او هرکال په زرګونه ماشومان تښتول او قاچاق کېږي.




















