"ای اېس ای او د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي ‌مشران پر افغانستان غږېدلي"

جنذال فیض

د عکس سرچینه، Lindsay Hilsum

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

یو شمېر پاکستانیو رسنیو د خپلواکه استخباراتي سرچینو له خولې ویلي، د شنبې پر ورځ د دغه هېواد د پوځي استخباراتو مشر جنرال فیض حمید د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو د مشرانو کوربتوب کړی.

که څه هم پاکستاني چارواکو رسماً د دې غونډې ترسره کېدو پخلی نه دی کړی،‌ خو ځایي رسنۍ وایي، دې ناسته کې د افغانستان پر روانو حالاتو خبري شوې دي.

د پاکستان د انګلېسي ژبې ډان ورځپاڼه ليکي، په دې غونډه کې د روسيې، چین او ایران په ګډون د افغانستان د ځينو نورو څنګلوریو هیوادونو د استخباراتو مشرانو ګډون درلود.

ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا غونډه په انلاین توګه ترسره شوې ده.‌

یوې استخباراتي سرچینې ډان ورځپاڼې ته ویلي،‌ د دې غونډې کوربتوب ثابتوي‌ چې پاکستان افغانستان کې سوله غواړي.

یاده دې وي چې تېره اوونۍ هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د افغانستان په تړاو د یوې انلاین غونډې کوربتوب کړی و،‌ چې پکې د افغانستان د څنګلوریو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

افغان کشاله کې د پاکستان رول

غونډه کې د پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، Mohammad Sadiq/twitter

د عکس تشریح، غونډه کې د پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړې.

څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سفرونه هم کړي وو او د افغانستان پر روانو حالاتو سلا مشورې شوې وې.‌

تېره اونۍ د امریکايي استخباراتي ادارې (سي ای اې) مشر ویلیم برنز هم اسلام اباد ته تللی و او هلته يې د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د ای ایس ای له مشر جنرال فیض حمید سره کتلي وو.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې راهیسې د پاکستان دیپلوماتیکه دستګاه خورا فعاله شوې او چارواکي یې تل ټینګار کوي چې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.‌

خو څو ورځې وړاندې کابل ته د ای اېس ای د مشر جنرال فیض حمید نااعلان شوي‌ سفر تانده غبرګونونه را وپارل.

ګڼو کسانو پر پاکستان تور پورې کړ چې د طالبانو ښکاره ملاتړ او په دې توګه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.‌

یاده دې وي‌ چې تېره اوونۍ کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان پر ضد پراخ احتجاجونه هم وشول او ګډونوالو په کې د 'مرګ پر پاکستان' شعارونه ورکول.‌