د کولن پاول ژوند ته کتنه
د خپرېدو وخت
په ٢٠٠١ کال کې پر افغانستان د امريکاييانو د بريد پر وخت په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزير کولن پاول و. کولن پاول پرون د ٨٤ کلونو په عمر ومړ.
د کولن پاول په مشرۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ٢٠٠١ کال کې د ملگرو ملتونو په مرسته د بون کنفرانس جوړ کړ چې د افغانستان بېلا بېلې ډلې يې سره يو ځاى کړې او حامد کرزى يې د لنډ مهالي وخت لپاره افغان مشر وټاکه.
له بهرنيو چارو وزارت وړاندې کولن پاول د امريکا لوى پوځي افسر و. دى لومړنى تورپوستی جنرال و چې د امريکا درستيزانو شورا مشر شو.
۲۰۰۳ کال کې يې د بهرنيو چارو وزارت پر مهال پر عراق له جګړې سره په مرسته بيا ناندرۍ وپارولې. د بي بي سي شمالي امريکا خبريال جان سوپل یې ژوند ته کتنه کړې.