"ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري مرستو لپاره کافي پیسې نه دي ترلاسه کړې"

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه نه دي توانېدلي په افغانستان کې له لوږې د میلیونونو کسانو ژغورنې او د پاڼ پر ژۍ د ولاړ اقتصاد ژغورلو لپاره کافي نغدې پیسې ترلاسه کړي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي، په بهر کې د افغانستان کنګل شویو پیسو ته په اشارې سره ویل شوي، ''سملاسي حل ته اړتیا ده. ''
په رپوټ کې راغلي ملګري ملتونه دغه راز هڅه کوي، افغانستان ته د نغدو امریکايي ډالرو لېږدولو لارې چارې ومومي.
د یادونې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، نړیوالو مالي ادارو بهر کې د افغانستان پیسې کنګل کړې، افغانستان ته یې مالي مرستې وځنډولې او نژدې دوې نیمې میاشتې کېږي په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د خلکو اندېښنې په ډېرېدو دي.
د رویټرز رپوټ کې راغلي که نړیوالې مالي ادارې دې لړ کې مرسته و نه کړي، ملګري ملتونه به اړ شي، چې د تشې ډکولو لپاره لارې چارې ولټوي.
دغه چارواکی زیاتوي، یوه احتمالي حل ''د افغانستان نړیوال بانک '' دی، چې کولای شي پیسې راوړي او زېرمه یې کړي، خو په وینا یې دې لړ کې د انشورنس ستونزه شته.

د عکس سرچینه، EUROPANEWSWIRE/GADO
د همدې چارواکي له قوله زیاته شوې، ملګري ملتونه پوهېږي چې یوازې یوه لار کار نه شي ورکولای او داسې ډېرې لارې چارې په کار دي چې افغانستان ته نغدې پیسې ولېږدول شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د پیسو له نړیوال صندوق چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو پر میکانیزم هوکړه وکړي.
دغې ادارې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېړنیو مرستو لړ کې د ۴۴۰ میلیونو ډالرو زېرمې ته د طالبانو لاسرسی بند کړی دی.
ښاغلي ګوتېرش وړمه ورځ وویل افغانستان په نړۍ کې په یوه بشري ناورین بدلېدونکی دی.
ملګري ملتونه وايي د هغو مرستو له درېیمې برخې هم کمې تر لاسه شوې چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره اعلان شوې دي.
د ښاغلي ګوتېرش له دې خبرداري سره هم مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما یوه بیان کې ویلي، افغانستان له بسپنه ورکوونکو غواړي چې هغه مرستې ور واستوي چې دوی یې ژمنه کړې وه.



















