ندیم انجم د ای اېس ای نوي مشر په توګه رسماً دنده پیل کړه

د ای ایس ای نوي مشر جنرال ندیم انجم له دې مخکې د کراچۍ کور کمانډر یا فرقه مشر دنده درلوده

د عکس سرچینه، iSpr

د عکس تشریح، د ای ایس ای نوي مشر جنرال ندیم انجم له دې مخکې د کراچۍ کور کمانډر یا قول اردو قومندان دنده درلوده
د خپرېدو وخت

د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای نوي مشر ډګر جنرال ندیم احمد انجم د دې ادارې د مشر په توګه رسماً دنده پیل کړه. نوموړی پر دې دنده له ګومارل کېدو مخکې د کراچۍ قول اردو قومندان په توګه دنده درلوده.

ډګر جنرال ندیم انجم به د ای اېس ای مخکیني مشر ډګر جنرال فیض حمید ځایناستی شي، چې اوس د پېښور ۱۱ قول اردو قومندان په توګه ګومارل شوی دی.

پاکستاني پوځ د تېر اکتوبر میاشتې پر شپږمه نېټه د جنرال انجم د ګومارنې اعلان وکړ، خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان درې اونۍ وروسته د نوموړي ګومارنه تایید کړه.

د بي بي سي خبریاله فرحت جاوېد په خپل رپوټ کې وايي، د پاکستان پوځ پنجاب پوځي قطعې اړوند جنرال انجم د دفاعي زدکړو له شاهي کالجه زدکړې ترلاسه کړې او په بلوچستان، قبایلي سیمو او کراچۍ کې یې پوځي دنده ترسره کړې.

په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیاتو پر مهال جنرال انجم د لوا مشر په توګه دنده درلوده.

په کراچۍ کې د پوځیانو له لوري د پولیسو ځايي مشر تښتول کېدو له ادعاوو وروسته نوموړی د ډګر جنرال همایون عزیز پر ځای د کراچۍ قول اردو قومندان ټاکل شوی و.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته کابل ته له جنرال انجم مخکې د ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید ناڅاپي سفر ناندرۍ راپورته کړې.

د تېر سپتمبر پر شپږمه د جنرال فیض حمید هغه تصویر ډېر لاس په لاس شو، چې د کابل یوه هوټل کې د چایو پیاله په لاس کې ولاړ پکې لیدل کېږي.

نوموړي خبریالانو ته هغه مهال وویل: ''هر څه به سم شي، خواشیني کېږئ مه.

د ګڼ شمېر کسانو په اند د نوموړي دا سفر د یوه بل هېواد په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه وه، ځینو ان د افغانستان پنجشېر ولایت په جګړه کې د پاکستاني څارګرو ادارو د ښکېلتیا ادعا کوله.

د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په رپوټ کې ویل شوي، جنرال حمید داسې مهال په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ تر ټولو لوړ پوړی قومندان ګومارل کېږي، چې پاکستان حکومت وايي، په قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو سره خبرې کوي.

کابل ته د جنرال فیض پر سفر ډېرې نیوکې وشوې

د عکس سرچینه، Lindsay Hilsum

د عکس تشریح، کابل ته د جنرال فیض پر سفر ډېرې نیوکې وشوې

پر همدې بنسټ ویل کېږي، ښايي جنرال حمید له افغان طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې پر پاکستاني طالبانو د یوې هوکړې لپاره فشار راوړي.

پر نوموړي داسې تورونه هم ولګېدل، چې د خپل هېواد پر محاکمو د اغېز هڅې یې کړې.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر نواز شریف لور مریم نواز پر نوموړي تورونه پورې کړي وو، چې د دوی پر ضد یې د محکمو او احتساب په چارو کې لاسوهنه کوله.

د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي، د ۲۰۱۷ کال تحریک لبیک مذهبي ګوند تاوتریخجن احتجاج لړ کې هم د جنرال فیض حیمد نوم یادیده.

نوموړی هغه مهال د ای اېس ای یوې څانګې اړوند افسر و.

هغه مهال د پاکستان حکومت او تحریک لبیک تر منځ هوکړې رامنځته کېدو لړ کې ویل کېدل، چې په منځګړو کسانو کې جنرال فیض حمید هم شامل و.

د پاکستان سترې محکمې هغه مهال دفاع وزارت ته د هغه پرلت په هکله پرېکړه کې ویلي و، ''په سختۍ سره باید خپل هغه افسران تعقیب کړئ، چې له لوړې سرغړوونه کوي او په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي. ''

د پاکستان دفاع وزارت وروسته د محکمې پر دې پرېکړه د بیا غور او په پرېکړه کې د دې ټکو بېرته اخیستو درخواست کړی و.