د سویډڼ لومړۍ وزیرې د دندې پر لومړۍ ورځ استعفا وکړه

Swedish MPs clap as Magdalena Andersson is voted in as PM

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ګڼ شمېر پارلمان غړو د لومړۍ وزیرې په توګه د اغلې اندرسن (ښي اړخ ته) ټاکل کېدو هرکلی وکړ.
د خپرېدو وخت

د سویډن په تاریخ کې لومړنۍ ټاکل شوې ښځینه لومړۍ وزیرې له ګومارل کېدو یوازې څو ساعته وروسته استعفا وکړه.

مګدالینا انډرسن د چهارشنبې پر ورځ مشره وټاکل شوه، خو له هغه وروسته یې استعفا وکړه، چې اتحادي زرغون ګوند یې حکومت کې له ګډون ډډه وکړه او د بودیجې تصویب کې پاتې راغله.

د دې بودیجې پر ځای پارلمان د کډوالۍ ضد غړو په ګډون د اپوزیسیون له لوري وړاندې شوې بودیجې طرح تصویب کړه.

اغلې انډرسن وايي، دویم ځل به هڅه وکړي، چې یوازې د خپل ګوند حکومت تشکیل کړي.

نوموړې له استعفا وروسته خبریالانو ته وویل: ''اساسي قانون همدا وايي، چې که یوه ګوند شاته کېږي، اتحادي حکومت باید استعفا وکړي، زه نه غواړم د داسې حکومت مشري وکړم چې د قانوني حیثیت په هکله یې پوښتنې راپورته شي. ''

بل لور د سویډن پارلمان مشر وايي، د ګوند له مشرتابه سره به د راتلونکو اقداماتو په هکله سلا مشورې وکړي.

اغلې انډرسن د چهارشنبې پر ورځ له هغه وروسته لومړۍ وزیره وټاکل شوه، چې د سویډن قانون له مخې دې یوازې دې ته اړتیا درلوده، چې د پارلمان اکثریت غړي یې پر ضد رایې ور نه کړي.

د سویډن په تاریخ کې سل کاله مخکې ښځو ته د رایې ورکړل شوی او کله چې د چهارشنبې پر ورځ ۵۴ کلنه سوشیال دیموکراته مشره د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه، د دې هېواد پارلمان یا ریکسداګ یو شمېر غړو یې هرکلی وکړ.

د راکسداګ له ۳۴۹ غړو ۱۷۴ وکیلانو د نوموړې پر ضد رایې ورکړه او له زرغون ګوند سره له د اییتلافي حکومت مشرې په توګه وټاکل شوه.

مګدالینا انډرسن چې مخکې د لامبو لوبغاړې وه، په ۱۹۹۶ کال کې سیاست کې برخه واخیسته او د هغه مهال لومړي وزیر ګوران پیرشن د سلاکارې په توګه یې دنده پیل کړه.

نوموړې له تېرو ۷ کلونو راهیسې د خپل هېواد د اقتصاد وزیرې په توګه دنده درلوده. د لومړۍ وزیرې په توګه د اغلې اندرسن له ټاکل کېدو مخکې سویډن د شمالي اروپا لومړنۍ هېواد و، چې هیڅکله یې ښځینه لومړۍ وزیره نه درلوده.