اندونیزیا کې اورشیندی: لږ ترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي

man carrying child away from volcano

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د شنبې په ورځ د اورشيندي له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

پر رسنيو خبرو شويو ويډیوګانو کې ښکاري چې خلک د اورشيندي له لاوا تښتي.

عيني شاهدان وايي، د یوه اورشیندونکي غره له څوکې پیرړ لوګي پورته کېږي او شاوخوا کلیو ته ترې له سکروټو ډکه سوځنده ایره بهېږي.

رپوټونو کې ویل شوي، د جاوا په ختیځه سیمه سیمیرو کې ځايي کلیوال له سیمې تښتي او مرستندویان د ژغورنې چارو لپاره استول شوي دي.

د ځايی خبري اژانس انتارا په رپوټ کې ویل شوي، له اورشیندي راوتلې ایرو په سیمه کې لمر پټ کړی او د باران په څېر راوري.

ځايی چارواکو هوايي شرکتونو ته په یوه رسمي خبرداري کې ویلي، له اورشیندي غره راوتلې ایرې تر ۱۵۰۰۰ مترو پورې هوا ته پورته کېږي.

دا اورشیندی غر چې د سمندر له سطحې ۳۶۷۶ متره لوړ دی، تېر ځل په جنورۍ میاشت کې چاودلی و.

په اسټرالیا کې د اورشیندو غرونو ایرو څېړنې مرکز (وې اې اې سي) مسوولین وايي، داسې ښکاري چې له دې غره راوتلې ایرې سویل لویدیځ لور ته بهېږي.

دا مرکز معمولاً د هوايی چلن ادارو ته د اورشیندو غرونو راوتلیو ایرو موقعیت او څرنګوالي په هکله معلومات ورکوي.

پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ځايي اوسېدونکي داسې حال کې لیدل کېږي، چې له سیمې تښتي او تر شا یې د لوګو پنډې غوټې لیدل کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

1px transparent line
دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

1px transparent line