د ای ایس ای نوی مشر; په غونډو کې زما اخیستل شوی تصویر یا ویډیو په رسنیو کې مه خپروئ

د عکس سرچینه، ISPR
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام آباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای نوي مشر جنرال ندیم انجم خپلو اړوندو چارواکو ته ویلي چې په غونډه کې د ګډون پر مهال دې د ده تصویر یا ويډيو په رسنیو کې نه خپروي.
ښاغلی انجم چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې يې د ای ایس ای د نوي مشر په توګه کار پیل کړی او تر اوسه يې له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لېدنو هېڅ تصویر یا ويډيو نه ده خپره شوې. له تېرو شاوخوا څو ورځو راهیسې یو شمېر پاکستاني رسنیو خبرونه ورکړي چې د دغه هېواد د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال ندیم انجم اړونده چارواکو ته امر کړی، چې له لوړ پوړو چارواکو سره د لېدنو پر مهال دې د ده کوم تصویر یا ويډيو رسنیو کې نه خپروي.
دا خبر وروسته له هغه خپور شو چې له تېرو شاوخوا ۴۰ ورځو راهیسې د ای ایس ای د نوي مشر جنرال ندیم انجم تصویر یا ويډيو د لوړ پوړو چارواکو په هېڅ یوه غونډه کې نه دی خپور شوی.
د پاکستان د پوځ متقاعد برید جنرال شاه محمود له بي بي سي سره خبرو کې د دې لامل د ای ایس ای دستور یادوي، چې د ده په خبره له امله يې بیا مشر په رسنیو کې نه راڅرګندېږي.
له دې سره چې تردې وړاندې هم د استخباراتي شبکې ای ایس ای یو شمېر نورو مشرانو هم تر ډېره له رسنیو ځان لرې ساتلی، خو د یادې شبکې پخوانی مشر جنرال فیض حمید بیا تل په رسنیو کې تر سترګو کېده.
د ښاغلي فیض هغه تصویر چې پر کابل د طالبانو تر کنټرول وروسته يې په سرینا هوټل کې د چایو له پيالې سره اخیستل شوی و، پر رسنیو ډېر لاس په لاس شو او ګڼو خلکو پرې نیوکې هم وکړې.
د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر جنرال ندیم انجم د روان کال د نومبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه د نوي مشر په توګه کار پیل کړ.
تر دې وړاندې د ښاغلي انجم پر ګومارنې د لومړي وزیر عمران خان او د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ترمنځ څه موده اختلافات هم رامنځ ته شوي وو.





















