پاکستان کې پر سړکونو د وژنو پېښو کې زياتوالی راغلی
د خپرېدو وخت
د پاکستان پر سړکونو، په دې وروستیو کې د وژنو په پېښو کې زیاتوالي په ټول هېواد کې پراخه وېره خپره کړې ده. د بلواګرو او ورانکارو لخوا دا تاوتریخوالی پدې معنی دی چې ډېر خلک اوس زړه نه ښه کوي چې د مذهب په ګډون پر ډېرو مسایلو خپل نظر په ښکاره څرګند کړي.
په تېرو دریو لسیزو کې، له ۶۰ ډېر کسان مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي او ډېرو نورو یې بیا د قهرجنو خلکو لویو ډلو لخوا په چړو او وهلو سا ورکړې ده.
پام مو وي چې د فرحت جاوېد په دې رپوټ کې ځینې برخې دردونکې دي.