ګوجرات کې د دوو خویندو وژنه؛ "چیغې یې ورو-ورو ورکې شوې"

د عکس سرچینه، Courtesy Ihtesham Shami
"له وحشیانو مې خپلې لوڼې ژغورلې، لاسونه مې یې مخ کې ونیول، پښې یې وښویېدې، په دې ترڅ کې یوه کس خونې ته کش کړم او له بهره یې ور راپسې بند کړ".
"د نجونو چیغې مې واورېدې، چې ورو-ورو خپه کېدې، بیا د ډزو غږ راغی، خو ښايي په مرمرۍ تر لګېدو مخکې به مړې شوې وې."
دا څرګندونې د هغو دوو لوڼو د مور عذرا بي بي دي چې تېره شپه د پاکستان پنجاب ایالت ګوجرات مرکزي سیمه کې وژل شوې دي.
پولیس وايي، دا خویندې (انیسه او عروج) د اسپانیا تابعیت لرونکې وې چې د نهو کسانو په لاس له وهو وروسته وژل شوې دي، په دې کسانو کې د دوی تره هم دی چې اسپانیا ته د خپلو ورېرو د ستنېدو مخالف و.
پولیسو د ګوجرات ګالیانا تاڼه کې د نهو تورنو کسانو پرضد د دغه دوه ګوني قتل قضیه ثبت کړې ده، ویل شوي چې په تورنو کې د نجونو تره او مېړونه هم دي. د پولیسو یوه چارواکي ویلي، مشکوک کسان لا نه دي نیول شوي خو د نیولو په لټه کې یې دي.
عذرا بي بي پولسو ته ویلي، نه غواړي په دې قضیه کې مدعي شي، ځکه چې د عدالت هیله نه لري، نو ځکه په دې قضیه کې پولیس مدعیان ګرځېدلي.
عذرا بي بي دا هم پولیسو ته ویلي چې اوس اسپانیا ته ستنېدل غواړي، خو دا ځل به هلته له خپلو لوڼو پرته ستنېږي:
"نجونو اسپانیا ته ستنېدل غوښتل"

د عکس سرچینه، Courtesy Ihtesham Shami
د ګوجرات له دې سیمې محمد عباس څو لسیزې مخکې اسپانیا ته تللی، هلته یې دوه لوڼې (انیسه چې اوس ۲۴ کلنه او عروج چې اوس ۲۰ کلنه وه) پیدا شوې.
محمد عباس د کورني فشار له کبله غوښتل خپلې لوڼې پاکستان کې واده کړي، یوه لور یې خپل کشر وراره ته کوژده کړه او بله یې خوریه ته ورکړه.
د پولیسو د رپوټ له مخې، دا نجونې پاکستان ته په غولولو راوستل شوې، داسې که دلته یې مېړونه خوښ نه شول، پخپلو پرېکړو کې به خپلواکې وي، خو دا چې نجونې پر خپلو مېړونو راضي نه وې نو ووژل شوې.
د رپوټ له مخې، د نجونو مور او پلار غوښتل له واده وروسته نجونې بېرته اسپانیا ته واستوي او د واده اسناد او انځورونه اسپانیا ته ولېږي.
د ګوجرات د پولیسو یوه مشر عطاءالرحمن رسنیو ته ویلي "لومړنیو څېړنو موندلې چې نجونې له دې ودونو سره خوښې نه وې او پلار یې د دوی له خوښې پرته خپلوانو ته واده کړې دي".

د عکس سرچینه، Ehtesham Shami
"په دې لړ کې د نجونو تره او تروریو پر دې بحث کاوه چې د دوی د ودونو اسناد به کله چمتو او اسپانیا ته استول کېږي".
دی وايي: "نجونې ګوجرات ته له اسپانیا نه له خپلې مور سره له وژل کېدو دوه ورځې مخکې راغلې وې".
د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، د تېرې جمعې پر شپه هغه مهال لفظي شخړه پیل شوه چې نجونو خپل تره او ترور ته وویل د دوی له زامنو سره ودونه نه غواړي، همدا وه چې د واده قانوني اسناد یې چمتو نه شول.
د پولیسو د رپوټ له مخې، "تره د ورېرو خبرې ونه شوای زغملی او کور کې یې ډزې وکړې او خپلې ورېرې (انیسه او عروج) یې ووژلې او وتښتېد".



















