د وژل شوې امریکایۍ ښوونکې مېړه 'د خپلې مېرمنې له غمه مړ شو'

د جو او ارما ګارسیا تصویر چې پر ګو فنډ مي پاڼه لګېدلی
د عکس تشریح، د جو او ارما ګارسیا تصویر چې پر ګو فنډ مي پاڼه لګېدلی
د خپرېدو وخت

د هغې ښوونکې مېړه چې تېره سې شنبه د ټکساس ایالت یووالي ښار کې پر ښوونځي برید کې وژل شوې وه، د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.

جو ګارسیا د ایرما ګارسیا مېړه و، چې ۲۳ کاله یې ښځې د دې ښار په راب لومړني ښوونځي کې تدریس کاوه. نوموړې یوه له هغو ښوونکو وه چې د ۱۸ کلن ځوان په لاس په ډزو ووژل شوه.

په دې برید کې د یاد ښوونځي نولس زدکوونکي هم ووژل شول.

له دې جوړې چې ۲۴ کاله مخکې یې واده کړی و، څلور بچیان 'چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۲۳ کلونو دي ' پاتې شول.

د دغې ښوونکې له وژل کېدو وروسته،‌ د یادې کورنۍ لپاره د مالي مرستې راټولول پیل شول او تر پنجشنبې شپې پور نژدې ۱٫۶ میلیون ډالر ورته راغونډ شول.

ددې پروګرام موخه یوازې ۱۰۰۰۰ ډالر راغونډول وو.

د GoFundMe په نامه وېبپاڼ کې چې ددې ډول پروګرامونو لپاره جوړه شوې ده، ویل شوي چې د دې کورنۍ لپاره د پیسو راغونډولو صندوق د ګارسیا د یوې خپلوانې له خوا چې دبرا استین نومېږي، جوړ شوی او پر خپله ‌پاڼه یې لیکلي: "زه رښتیا هم پر دې باور وم چې جو د زړه د ماتېدو له کبله سا ورکړې ده".

ټکساس ښوونځی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټکساس ښوونځي مخې ته خلک د ګلانو کېډۍ ږدي.

د ګارسیا وراره جان مارټینز پخپل ټویټر لیکلي چې ښاغلی ګارسیا "د خپلې مېرمنې د مرګ د غم" له کبله له دې نړۍ وکوچېد.

د خبري رپوټونو له مخې، د ښاغلي ګارسیا د مړینې لامل د زړه حمله بلل شوې ده.

په یووالډي کې تر خونړيو ډزو وروسته،‌ ښاغلي مارټیز نیویارک ټایمز ته ویلي، چې پولیسو د اغلې ګارسیا جسد په داسې حال کې وموند چې "ماشومان یې د ژوند تر وروستۍ سلګې په غېږ کې نیولي وو".

هغه د مالي مرستې راغونډولو پر پاڼه لیکلي: "دې د خپلو زدکوونکو د ساتلو لپاره خپل ځان قرباني کړ؛ هغه یوه اتله وه".

اغلې ګارسیا او اوا میرلس - چې د دغه ښوونځي ښوونکې وې او په ډزو ووژل شوې - پنځه کاله په دې ښوونځي کې له یوې بلې سره همکارانې وې.‌