امریکا کې د ميندوارۍ زيانول: کليفورنيا کې ښايي قانوني شي
د خپرېدو وخت
کله چې د امریکا سترې محکمې په اساسي قانون کې له ښځو هغه حق بېرته واخیست چې د سقط جنین یا د ماشوم زیانولو اجازه یې ورکوله، ډېرو ایالتونه سملاسي هغه نوې پرېکړه عملي کړه او د ماشوم زیانول یې غېرقانوني اعلان کړ.
خو په ځینو نورو ایالتونو کې بیا د دې حق خوندي ساتلو لپاره کار پیل شو.
اوس په هغو امریکايي ایالتونو کې چې دا کار پکې قانوني دی، روغتیاپالان وايي، کار یې تر پخوا ډېر شوی دی ځکه له هغو سیمو هم ښځې ورځي چې د ماشوم زیانول پکې غيرقانوني کار دی.