د سویډن یوه مارکیټ کې د ډزو له کبله یو سړی وژل شوی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په سویډن کې پولیس وايي، په یوه مارکیټ کې د ډزو پېښې پایله کې یو سړی وژل شوی او یوه ښځه په روغتون کې بستري شوې ده.
د سویډن ټي وي فور خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د سویلي مالمو ښار له ایمپوریا نومي مارکیټه هغه وخت مشتریان او دکانداران په منډه له مارکیټه ووتل، چې د ډزو ۲۰ غږونه یې واورېدل.
پولیسو یو شل کلن نیولی او په وینا یې دوی ګومان کوي چې پېښه د غلو - غدیو ډلو تر منځ د تاوتریخوالي پایله کې رامنځته شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې سویډن کې راتلونکې میاشت ټولټاکنې کېږي او د مجرمو ډلو تر منځ تاوتریخوالی د رایې ورکوونکو لپاره له مهمو موضوعاتو بلل کېږي.
سویډن اوس هم په ټوله اروپا کې د غدیو تر منځ د تاوتریخوالي له کبله د مړینې تر ټولو زیات شمېر لري.
د سویډن حکومت له لوري تېر کال خپرې شوې رسمي شمېرې ښيي چې هر کال د یو میلیون اوسېدونکو له ډلې څلور کسان د ډزو پایله کې وژل کېږي.
په نوره اروپا کې دا اوسط د یو میلیون کسانو له ډلې یو اعشاریه یو کس ته رسېږي.
د پولیسو په وینا د کډوالو کمزوری انضمام، د بیوزلو او شتمنو تر منځ پراخېدونکی واټن او د نشه يي توکو کارولو ډېرېدل د دې ډلو ډېرېدو لاملونه دي.


















