پر اوکراییني بند د توغنديو له لګېدو وروسته له ځايي خلکو غوښتل شوي چې له کورونو ووځي

A hydraulic structure damaged by Russian missile strikes in Kryvyi Rih, southern Ukraine. Photo: 14 September 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اوکراییني چارواکي وايي، د چهارشنبې پر ورځ اته روسي توغندي پر بند لګېدلي دي.
د خپرېدو وخت

د اوکرایین په سویل کې د اوبو زېرمه کولو پر یوه لوی بند د توغندي له لګېدو وروسته د نژدې ښار اوسېدونکو ته ویل شوي، چې له احتمالي سېلابه د خوندیتوب په موخه خپلې مېنې پرېږدي.

د چهارشنبې پر ورځ د کرېفیي ریح ښار مشر اولیکساندر ویلکول وویل، د ښار په دوو سیمو کې ۲۲ کوڅې له همدې کبله اغېزمنې شوې دي.

چارواکي وايي، د بند له مات شویو برخو په یوه ثانیه کې د ۱۰۰ کیوبک مترو په کچه اوبه وځي او په اینهولیتس سیند کې د اوبو بهېدو کچه خطرناک کچ ته رسېدلې ده.

اوکرایین وايي، پر بند برید روسیې کړی او موخه یې د اوکراییني پوځ د ځوابي بریدونو غچ اخیستنه ده. ولسمشر ولودیمر زېلینسکي روسیه یو ''ترهګر هېواد '' بللی.

ولسمشر زېلینسکي چې په همدې کرېفیي ریح ښار کې زېږېدلی، د چهارشنبې پر شپه ناوخته خپله وینا کې په دې هکله وویل: ''هغه بدمعاشان چې د جګړې له ډګره تښتېدلي، غواړي له کوم لېرې ځایه زیان ورسوي. ''

د نوموړي دا څرګندونې په خارکایېف سیمه کې د اوکراییني پوځ وروستیو پرمختګونو ته اشاره ده. بي بي سي د اوکراییني پوځ له لوري د بېرته نیول شویو سیمو یاده شوې کچه نه ده تایید کړې.

مسکو چارواکو په عام محضر کې د کرېفیي ریح پر بند د برید په هکله څه نه دي ویلي. خو مخکې روسي ځواکونو د انرژۍ تولید پر سرچینو بریدونه منلي وو، چې له کبله یې تېره اونۍ د اوکرایین په ختیځ کې میلیونونه خلک برېښنا محروم شول.

د بېرته نیول شوي ښار لیدنه

President Zelensky with Ukrainian troops in Izyum

د عکس سرچینه، Office of the President of Ukraine

له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د خپل هېواد شمال ختیځ کې یوه مهم ستراتیژیک ښار ازیوم ته تللی و، چې دا ورستیو کې اوکراییني ځواکونو له روسیانو بېرته نیولی.

نوموړي په دې سفر کې له خپلو ځواکونو مننه وکړه، چې د روسي ځواکونو پر ضد یې د ښار بېرته نیولو لپاره جګړه کړې.

ښاغلي زېلینسکي پر ازیوم ښار د اوکرایین بیرغ پورته کولو مراسمو کې ګډون وکړ او و یې ویل، چې د هېواد بېرغ به یې پر هر ښار او کلي ورپول شي. اوکراییني پوځیان وايي، د هېواد ختیځ دونباس سیمه کې د یو شمېر سیمو نیولو وروسته یې د ښارونو بېرته ترلاسه کولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.

اوکرایین پوځ په دا وروستیو کې پراخې سیمې بېرته نیولې او روسي پوځیان یې پر شا تمبولي دي. اوکرایین ولسمشر له ځايي وخت سره سم نن مازدیګر ناوخته په یوه وینا کې وویل، د هېواد پوځ یې په خارکیېف کې په ۸۰۰۰ مربع کیلومتره بېرته نیول شویو سیمو ولکه ټینګوي.

A Ukrainian tank advancing

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داسې ښکاري چې د اوکراییني ځواکونو چټک پرمختګ روسیان حیران کړي دي.

تېره پنجشنبه ولسمشر زېلینسکي وویل، اوکراییني ځواکونو ۱۰۰۰ مربع کیلومتره هغې سیمې بېرته نیولې چې روسي پوځیانو اشغال کړې وې، پر یکشنبه اوکراییني چارواکو د نیول شویو سیمو کچه ۳۰۰۰ کیلومتره یاده کړه او بیا یې وروسته وویل، اوس دا کچه ۶۰۰۰ کیلومترو ته رسېدلې.

بي بي سي د اوکرایین له لوري د نیول شویو سیمو کچه نه ده تایید کړې.

ښاغلي زېلینسکي ژمنه وکړه، چې د اوکرایین نیول شوې ټولې سیمې به بېرته اخلي. نوموړي په دې اړه څه و نه ویل، چې تر څه وخته به داسې کېږي، خو په وینا یې ''رښتیا زموږ پر لوري '' دي.

بل لور اوکراییني پوځي استخبارات ادعا کوي، چې روسي ځواکونه د خپلو پوځیانو تېښتې مخنیوي لپاره نور پوځیان ځای پر ځای کوي، چې د خنډ نوم ورکړل شوی.

د اوکرایین دفاع وزارت مسوولینو په وینا له هغو مخابراتي مکالمو چې دوی کشف کړې معلومه شوې، چې په روسي پوځیانو کې ''وېره '' او په ''په جګړه کې له برخې اخیستو انکار '' ډېر شوي دي.